د نړۍ `فلمي` غلا!

د سوېلي امريكا په هېواد پاراګواى كې د غلو يوې ډلې داسې غلا كړې چې د نړۍ په ۱۰۰ كلن تاريخ كې سارى نه لري.

720291
د نړۍ `فلمي` غلا!

د نړۍ `فلمي` غلا!

 

د غلو يوې ډلې د ځانګړو عملياتو په ترڅ كې شاوخوا ۴۰ ميليونه ډالره نقدې پېسې غلا كړي دي.

د پوليسو د څرګندونو پر اساس ددې هېواد په سرحدي ښار سيوداد دېل ايست كې د غلو ډلې د زغروالو موټرو د جوړولو د شركت پر خزانې بريد كړى دى چې د ۳ ساعته عملياتو په پايله كې نږدې ۴۰ ميليونه ډالره غلا كړي دي. ويل كيږي چې دا خزانه د شديدو امنيتي تدابيرو لاندې ساتل كېدله. په غلا كې لږ تر لږه ۸۰ تنو ګډون كړى دى.

د غلو ډلې لومړى ددې شركت دروازې د چاودېدونكو موادو په واسطه الوزولي دي او بيا يې د ځانګړو وسايلو سره ټوله خزانه له ځانه سره وړې ده.

د غلا پر مهال يواځې يو تن پوليس وژل شوى او درې تنه ملكي وګړي ټپيان شوي دي.

د پوليسو په وينا د غلو ډلې د تېښتې په موخه په شاوخوا ودانيو كې د سنايپر لرونكو سرتېرو نه ګټه پورته كړې ده او لږ تر لږه ۱۰ موټرو ته يې هم اور اچولى دى تر څو د پوليسو د راتګ مخه ونيسي.

كه څه هم تر اوسه پورې د شركت چارواكو او پوليسو د غلا شوو پيسو د مقدار په اړه څه نه دي ويلي خو ځايي رسنۍ وايي چې نږدې ۴۰ ميليونه ډالره غلا شوي دي.

ويل كيږي چې د غلو ډله د پارګواى او برازيل پر پوله په خوندي ځاى كې ځاى پر ځاى شوي دي. په دواړو هېوادونو كې د غلو د موندلو په موخه پراخه عمليات پيل شو يدي.

شنونكي وايي چې په تېرو ۱۰۰ كلونو كې په نړۍ كې د دا ډول غلا سارى نه دى ليدل شوى.



اړوند خبرونه