د روسيې په يو ښوونځي كې چاودنه

د روسيې د داغستان په سيمه كې په يو ښوونځي كې د چاودنې له امله د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه يو تن زده كوونكى وژل شوى او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

719578
د روسيې په يو ښوونځي كې چاودنه

 

د روسيې د داغستان په سيمه كې په يو ښوونځي كې د چاودنې له امله د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه يو تن زده كوونكى وژل شوى او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

ددې هېواد د ځايي رسنيو د معلوماتو پر اساس دا چاودنه، د يو زده كوونكي خوا ښوونځي ته د راوړل شوي لاسي بم د چاودنې په پايله كې رامنځته شوې ده.

چاودنه د ښوونځي د كمپيوټر په لابراتوار كې پېښه شوې ده.

ويل كيږي چې درې تنو زده كوونكو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

روسي پوليسو، د لاسي بم راوړنكى زده كوونكى نيولى دى او د پېښې په اړه يې هر اړخيزې څېړنې پيل كړي دي.

تر اوسه پورې دا لا معلومه نه ده چې پېښه ترهګري اړخ لري او كه نه.

دا په داسې حال كې ده چې تېره مياشت ددې هېواد د سن پېټرزبورګ په ښار كې په يوې مترو كې د چاودنې په پايله كې لسګونه كسان وژل شوي ول.  


پيوندونه: #روسيه , #چاودنه

اړوند خبرونه