شمالي‌ کوریا  دوه  اټومي‌ توغندیو  ازمایښت  ته تیاري‌ نیولې  ده.

دا  ادعا  په شمالي  کوریا کې  د روسیې  سفیر کړی  ده.

718215
شمالي‌ کوریا  دوه  اټومي‌ توغندیو  ازمایښت  ته تیاري‌ نیولې  ده.

شمالي کوریا  دوه  جلا جلا  اټومي توغندیو  ازمایښت  ته تیاري نیولې  ده. 

پداسې  حال کې  چې  د امریکا  او شمالي کوریا  ترمنځه  یو بل ته  متقابل  ګواښونه  دوام لري شمالي کوریا  د دوو  اټومي توغندیو  ازمایلو ته  تیاری  نیولی دی. 

دا  ادعا  په شمالي  کوریا کې  د روسیې  سفیر کړی  ده.

په شمالي کوریا کې  د روسیې  سفیر الکساندر ماتسيګوري ویلي دي  چې  په لوی  احتمال سره  شمالي کوریا  دوه اټومي توغندیو ازمایلو ته  پورته تیاری  نیولی دی. کیدای شي چې  دا هیواد  په نږدې  شپو او ورځو کې  دوه  اټومي توغندي وازمايي. 

هغه ویلي دي چې  حتا ددې احتمال  شتون لري چې  شمالي  کوریا  د اپریل په ۲۵مه نیټه  دا ازمایښت  ترسره کړي.

په شمالي کوریا کې د روسیې  سفیر  د روسیه ۲۴  تلویزیون  سره په مرکه کې  وویل چې  « شمالي کوریا  لنډه  موده کې  د توغندیو  یو  ماشین  په بریالیتوب  سره  ازمایلی وو. دې هیواد  ویلی وو چې   نړ ۍ به  په  نږدې  راتلوونکې  کې  ددې ماشین په اهمیت  او ارزښت  خبرداره شي. دا ددې  ښکارندويي کوي  چې  شمالي کوریا غواړي د توغندیو  په برخه کې  خپل  بریالیتوب  ټولې نړۍ ته  ښکاره کړي.»

روسیې  سفیر  ویلي دي چې  شمالي  کوریا  د اپریل په ۲۵ مه نیټه  د پوځ  د تاسیس  ۸۵ یمه  کلیزه لمانځي. ددې  احتمال  ډیر لوړ دی  چې  دا توغندي پدې  ورځ  وازمايي.

د بله پلوه  امریکا  ولسمشر  ټرامپ ګواښ  کړی  که چیرې شمالي کوریا  د توغندیو او  اټومي وسلو د ازمایښت  او  جوړولو نه لاس  وانخلي ددې هیواد پر خلاف به لازم  اقدامات  وکړي.



اړوند خبرونه