د فرانسې په پلازمینه پاریس کې په پولیسو وسله وال برید وشو.
د پاریس په زړه کې په پولیسو خونړی برید وشو
717424
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې په پولیسو وسله وال برید وشو.
د پاریس په مشهورې د شانزیلیزې په جاده کې په پولیسو خونړی برید وشو چې په پایله کې یو تن پولیس مړ او بل تن ټپي شو.
د پاریس د امنیتي سرچینو د خبر له مخې یو برید کوونکی چې په کلاشینکوف سمبال وو د شانزلیزې په جاده کې په پولیسو برید وکړ. برید کوونکو د نورو پولیسو په متقابلو ډزو کې ووژل شو.
د برید نه وروسته د پاریس مشهوره جاده د ټرافیک پر مخ وتړل شوه.
پولیسو د پاریس خلکو ته د یادې شوې سیمې نه د لرې کیدو غوښتنه کړې ده .
د فرانسې پولیسو ویلي دي چې کیدای شي دا یو ترهګریز برید وي.
د ویلو ده چې په پاریس کې پداسې حال کې دا برید کیږي چې درې ورځې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي.