د يواځېتوب په پايله كې د روباټ سره واده
د چين يو تن هېوادوال ژېنګ جياجي چې د ټېكنالوژۍ په برخه كې متخصص دى د واده كولو لپاره ځانګړى روباټ جوړ كړى دى.
د چين يو تن هېوادوال ژېنګ جياجي چې د ټېكنالوژۍ په برخه كې متخصص دى د واده كولو لپاره ځانګړى روباټ جوړ كړى دى.
۳۱ جياجي چې له پوهنتونه تر فراغت وروسته يې د خلكو سره دوستانه روابط وشلول، د څو كلونو لپاره يې يواځې ژوند وكړ. بلاخره يې تصميم ونيولو چې د ځان په خوښه او ذوق برابره ښځه جوړه كړي تر څو ورسره واده وكړي.
جياجي د واده لپاره په خپل ذوق روباټ جوړ كړ او بيا يې د واده ځانګړې جامې ور واغوستلې او د نږدې دوستانو په ګډون يې د واده مراسم جوړ كړل.
دا روبآټ چې ينګينګ نوميږي د اوس لپاره څو كليمې خبرې كولاى شي چې مېړه يې هيله لري چې د خپلې ناوې د خبرو قابليت نور هم پياوړى كړى.
دا لومړى ځل دى چې د روباټ له ټېكنالوژۍ نه د احساساتي اړيكو په برخه كې ګټه پورته كيږي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.