د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو د ویزو د بندیز اړوند د ټرامپ فرمان یو ځل بیا وځنډول شو

د امریکا  ولسمشر دونالد ټرامپ  د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو او کډوالو امریکا ته په راتګ د بندیز اړوند  یو بل ګوزار ورکړ شو.

702057
د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو د ویزو د بندیز اړوند د ټرامپ فرمان یو ځل بیا وځنډول شو

د امریکا  ولسمشر دونالد ټرامپ  د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو او کډوالو امریکا ته په راتګ د بندیز اړوند  یو بل ګوزار ورکړ شو.

د امریکا  د هاوايي  د ایالت د فدرال محکمې قاضي  امریکا ته د ۶ اسلامي هیوادونو د وګړو او کډوالو په راننوتو د بندیز لګولو اړوند  د ټرامپ  دویم  اجراییوي  فرمان  د محکمې د امر ثاني  پورې  وځنډو.

د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر ټرامپ  د جنوري په شلمه  د ولسمشر په توګه په رسمي توګه د دندې پیلولو نه  لنډه موده وروسته  امریکا ته د ټولو کډوالو او ۷ اسلامي هیوادونو د وګړو په راننوتو او هغوې ته د ویزو په ورکولو  بندیز ولګو.

 د ټرامپ  لومړنی فرمان  د واشنګټن د ایالت د فدرال محکمې  د یو قاضي لخوا  وځنډول شو. همداشان  ټرامپ  د واشنګټن ایالت د فدرال محکمې د پریکړې نه وروسته  د دویم  ځل لپاره  د یو بل اجراییوي فرمان په لاسلیکولو سره  داځل  د ټولو کډوالو او ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو امریکا ته په راننوتو  او ویزو  بندیز ولګو.

د هاوايي  ایالت  د فدرال محکمې قاضي  دیریک واتسون  د مارچ په ۱۵ مه نیټه  د ټرامپ  د دویم  فرمان  د ځنډولو  حکم وکړ. د هاوايي  د ایالت فدرال قاضي  داځل  د نامعلومې  نیټې  پورې  د ټرامپ د فرمان  د ځنډولو  حکم وکړ.

د هاوايي ایالت د فدرال محکمې قاضي  دا پریکړه  د ټرامپ  د فرمان پر خلاف د پرانیستل شوو دعواګانو  د څیړونو نه وروسته وکړه.

نوموړي  قاضي پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې « پدې هیواد کې محکمې یوې غاړې ته کیناستی ، د خلکو په اعتراضونو سترګې پټولی  او لکه هیڅ شي  چې نوي شوي  چلند کولی نشي. هغه ویلي دي چې  د خپلې دې پریکړې  نه  تر وروستي پورې دفاع کوي.

د بله پلوه  د امریکا د عدلیې وزارت ویلي دي چې  د هاوايي  د فدرال محکمې  په پریکړې په اعتراض وکړي او تمیز محکمې ته به يي انتقال کړي.

عدلیې وزارت ویلي دي چې ویزو په اړه  د ټرامپ  د دویم  فرمان د ځنډولو په اړه د ماري لانډ  او ویریجینیا د ایالتونو د محکمو  پریکړې هم  تمیز محکمې ته انتقال کړي.

د ویلو ده چې  ټرامپ  د جنوري په ۲۷ مه نیټه  امریکا ته د ۷ اسلامي هیوادونو د وګړو او کډوالو په راننوتو د بندیز لګولو اړوند  لومړنی  اجراییوي فرمان  لاسلیک کړ. پدې اوو هیوادونو کې  سوریې، عراق، سوډان، یمن، لیبیا، ایران او سوماليا  نومونو شتون درلود.

همداشان  ټرامپ  بیا  د مارچ په ۶مه نیټه   د  دویم  فرمان په لاسلیکولو سره  د  لست نه د عراق نوم وویست او داځل يي د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو امریکا په ویزو  بندیز ولګو.


پيوندونه: #ټرامپ

اړوند خبرونه