د شهزاده ویلیم چورلکه په هوا کې د بې پیلوټه الوتکې سره د جنګیدو نه وژغورل شوه

د انګلستان  د شهزاده ویلیم  امبولانس  چورلکه  په هوا کې  د ډیر کم  فرق سره  بې پيلوټه الوتکې سره  د جنګیدو نه  وژغورل شوه.

699763
د شهزاده ویلیم چورلکه په هوا کې د بې پیلوټه الوتکې سره د جنګیدو نه وژغورل شوه

د انګلستان  د شهزاده ویلیم  امبولانس  چورلکه  په هوا کې  د ډیر کم  فرق سره  بې پيلوټه الوتکې سره  د جنګیدو نه  وژغورل شوه.

شهزاده ویلیم  چورلکه د پيلوټ د قوي تجربې له امله  ددې پیښې نه ژغورل شوې ده .

د انګلستان د ډیلي میل ورځپاڼې  د خبر له مخې  د شهزاده ویلیم  چورلکه په ۶۰۰ متره ارتفاع کې  روانه وه  چې په ناڅاپي  ډول يي مخې ته بې پيلوټه الوتکه  راووتله.

ورځپاڼې  ویلي دي سره ددې چې په چورلکه کې  شهزاده ویلیم  شتون نه   درلود  خو ددې مسلې نه  د هغه  د وژلو د پلان په توګه یادونه شوې ده.

د انګلستان  امنیتي کارپوهانو ویلي دي که چیرې چورلکه  د بې پیلوټه الوتکې سره  جنګیدلي وای  کیدای شو  چې  په پیښه کې د چورلکې ټولو کارکوونکو ژوند د لاسه ورکړی وی. کارپوهانو ویلي دي چې  بې پيلوټه الوتکه کولی شي چې د چورلکې د سقوط لامل وګرځي.

د انګلستان  پولیسو د پیښې په اړه پراخه څیړنې پيل کړي دي.

د بې پيلوټه الوتکې  اوږدوالی  ۲۰ سانتي متره وه. چې د همدې امله د رادار نه  پټه شوې وه.

د انګلستان شاهي کورنۍ  ویلي دي چې  له نیکه مرغه چې  شهزاده ویلیم  په چورلکه کې نه وو او چورلکې ته هم  کوم زیان  ندی اوښتی.

شهزاده ویلیم به  د راتلوونکو څو ورځو په دننه کې بیرته پدې چورلکه کې خپله دنده پیل کړي.

دا ندي ویل شوي چې بیلوټه الوتکه  د چا وه  او د څه لپاره يي الوتنه کړې وه. 



اړوند خبرونه