د صدام  حسین په اړه  د امریکايي  مستنطق  نوی  اعتراف.

د امریکا  د استخباراتو مستنطق  جان نکسون د عراق د پخواني ولسمشر صدام  حسین په اړه نوي راضونه  افشا کړل

697262
د صدام  حسین په اړه  د امریکايي  مستنطق  نوی  اعتراف.

د صدام  حسین په اړه  د امریکايي  مستنطق  نوی  اعتراف.

د امریکا  د استخباراتو مستنطق  جان نکسون د عراق د پخواني ولسمشر صدام  حسین په اړه نوي راضونه  افشا کړل. د ویلو ده چې  جان نکسون  لومړی امریکايي  وو چې  د صدام حسین نه يي تحقیقات کړي وو.

هغه  د (ولسمشر نه تحقیقات  )  په نامه  یو کتاب هم  لیکلی دی.

جان نکسون په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې  د امریکا لخوا  په عراق د یرغل نه  ۸ میاشتې وروسته نوموړي هیواد ته لاړ  او لومړني کس په توګه يي  د صدام حسین نه تحقیقات وکړل.

جان نکسون  ویلي دي چې  دوه میاشتې  صدام حسین  وڅیړه  او وروسته  پدې  نتیجې ورسید  چې  په عراق کې  کیمیايي  وسلې شتون نلري.

نکسون  داځل  د واشنګټن  په  بروکینګ  انیستیتیوت   کې  د (ولسمشر نه تحقیقات )  په نامه  د خپل کتاب په اړه  معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  عراق ته  د صدام حسین  د څیړولو په موخه  د تګ نه  مخکې  د جورجټون په پوهنتون کې د اوږدې مودې لپاره د ملي امنیت په برخه کې  تحقیقات  او کار کړی دی. هغه زیاته کړه چې  د تحقیقاتو  اصلي  موضوع  صدام حسین په اړه وه.

هغه زیاته کړه کله چې  صدام  حسین ونیول شو  د هغه نه د تحقیقاتو په خاطر  په دنده وګمارل شوم. د صدام  حسین  د تصدیق په خاطر  چې ایا نیول شوی کس پخپله صدام  دی او که نه  په دنده وګمارل شوم.  عراق ته لاړم. کله چې اطاق ته ننوتم  او په صدام حسین  مې  سترګې ولګیدې  سمدلاسه  پوه  شوم  چې  دا پخپله  صدام  دی.

البته چې  د صدام حسین د وجود د فزیکي  نښو او نښانو په اړه مو کافي معلومات  په لاس کې  درلودل. د بیلګې په توګه دهغه په ملا  د هغوې د قبیلې  نښان  رسم  شوی وو. په خپه کې  د مرمۍ  د ټپ نښې شتون درلود. او داسې  نور  نښې او نښانې. دا ټول مو  کنټرول کړل. کله چې مې  د صدام  حسین  څیرې  وکتل  پوره مطمین  شوم  چې دا پخپله  دی.

هغه وویل پدې نه پوهیده  چې  امریکا به  د صدام حسین سره  څه ډول چلند وکړي. د څو اونیو لپاره  مې  یواځې د هغه سره  د کیمیايي وسلو، عراق او منځني ختیځ  په اړه  تحقیقات وکړل.

هغه وویل چې  دوه میاشتې  مې  د صدام حسین نه  د کیمیايي وسلو په اړه تحقیقات وکړل  خو  په پای کې پدې نتیجه ورسیدم  چې په عراق کې کیمیايي وسلې شتون نلري.صدام حسین هم  په هر ځل  ویل چې د عراق حکومت د کیمیايي وسلو  پروګرام  یا د اټومي وسلو پلان  نه  درلود.

صدام  حسین  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ولې مو  د ملګروملتونو  سازمان د اټومي وسلو د تفتیش  ادارې ته  د کنټرول او تفتیش  اجازه ورنکړه داسې وویل!  « زه پدې ښه پوهیدم  چې  پدې ډله کې خامخا  د امریکا د استخباراتو  جاسوسان  عراق ته راځي او د همدې امله مې اجازه نه ورکوله. »

هغه وویل صدام  حسین  ویل  که چیرې  ما  د تفتیش  ډلې اجازه ورکړي  وی   او امریکايي جاسوسان  عراق ته راغلي وای  هغوې به زمونږ د ضعف  نقطې تثبیت کړي وی.

هغه وویل کله چې صدام  حسین  پدې پوه شو چې  هغه  اعدامیږي  خو  بیا يي هم  خپل  استقرار د لاسه ورنکړ. خپل سکونت او میړانتیا يي د لاسه ورنکړه.

امریکايي  مستنطق  وویل  ، ډیرو داسې فکر کولو که چیرې صدام  حسین  ونیول شي  ځان وژنه به وکړي خو داسې نوه. د امریکا  د استخباراتو  روحي او رواني  متخصصین پدې ښه پوهیدل چې  د صدام حسین په څیر  یو مشر  هیڅوخت پخپله ځان نه وژني.

هغه وویل « صدام  حسین  راته وویل ، که چیرې  ددې حکومت  له منځه لاړ شي  او په عراق کې  نوی حکومت جوړ شي  دا  د عراق لپاره  د انتحار نه پرته  بل څه ندي. ځکه چې په عراق کې د امریکا لخوا جوړیدونکي  حکومتونه هیڅوخت  بریالي کیدی نشي. »

هغه وویل «  صدام  راته وویل چې  تاسې  د عراق په اړه کافي معلومات نلرئ. که چیرې  زه  لاړ شم  زما  نه وروسته  دا هیواد  د ترهګرو په ځالې  بدلیږي. یو زیات شمیر  ترهګریزې ډلې به دا هیواد  په نړۍ کې د جګړې او ترهګرۍ په اصلي مرکز بدل کړي. هغه ته مې څه ونه ویل خو په زړه کې مې وویل چې ته رښتیا وايې. هغه په ټینګار ویل چې  ایران به  پدې هیواد کې  داسې لاس وهنې وکړي چې په ګوټ ګوټ کې به مذهبي نښتې پیل کړي. عراق ستونزه به یواځې عراق نه بلکې  ټوله سیمه او عربي نړۍ لپاره لوی سرخوږ  باندې بدل شي. »

امریکايي  مستنطق وویل  که چې نن ورځ  حالاتو ته ګورم  د صدام حسین خبرې مې عقل ته راځي  او وایم  چې  تا رښتیا ویل.

هغه زیاته کړه  کله  چې  صدام  حسین د کمرو  پر وړانډې  اعدام  شو  او ما په تلویزیون کې دا صحنه ولیده  ډیر خواشینی شوم.

هغه وویل چې هو  صدام  حسین  ډیر بد بد  کارونه او ظلمونه کړي وو او د خپلو اعمالو په سزا ورسید. خو د هغه  خبرې چې را په زړه کوم  بل ډول احساس کوم.



اړوند خبرونه