د انګلستان پارلمان ته نږدې غبرګ بريدونه
د انګلستان په پلازمېنه لندن كې ددې هېواد د پارلمان ودانۍ ته نږدې غبرګ بريدونه شوي دي.
697084
د لومړنيو معلوماتو له مخې نن په ځايي وخت د ماسپښين په دوه نيمو بجو يو تن بريد كوونكي د موټر په واسطه د ويسټمنسټر په مشهور پله باندې بريد وكړ چې په پېښه كې لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپيان شوي دي.
بل بريد كوونكي د چړې په واسطه په سيمه كې بريد كړى دى چې د پوليسو لخوا په ډزو وژل شوى دى.
د بريدونو له امله د پارلمان ودانۍ د تګ راتګ پر مخ تړل شوې او پوليس سيمې ته لېږل شوي دي.
ويل كيږي چې د انګلستان لومړۍ وزيره ټرېسا مې چې په پارلمان كې وه د ځانګړي امنيتي ټيم لخوا له سيمې وړل شوې ده.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.