پاپ فرانسیس  د کلیسا  په استازیتوب  بښنه وغوښته.

پاپ فرانسیس د رواندا د خلکو نه بښنه وغوښته

695427
پاپ فرانسیس  د کلیسا  په استازیتوب  بښنه وغوښته.

 پاپ فرانسیس  د کلیسا  په استازیتوب  بښنه وغوښته.

د واتیکان  ښار د دولت ریس  او د کاتولیکو مسیحیانو  روحاني  مشر پاپ فرانسیس  په ۱۹۹۴ کال کې په رواندا کې  د ترسره شوي  قتل عام په برخه کې د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا او د کلیسا د چارواکیو  د ګناهونو  او  ناکامیو له امله  د نوموړي هیواد د خلکو نه  بښنه وغوښته.

پاپ  وویل  « ددې په هیله چې  دا بښنه د رواندا  د خلکو  په ټپونو  د پټۍ او مرحم لګولو  سره  مرسته وکړي او د ټپونو  درد  یو اندازه  کم کړي. »

پاپ  فرانسیس  دا څرګندونې   د رواندا  د ولسمشر پاول کاګامي  سره  د لیدنې نه وروسته  وکړې. هغه وویل چې  د رواندا  د قتل عام په مسله کې  د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا  راهبانو او راهبو  پدې نفرت او وحشت  د سترګو پټولو سره  خپلو اصلي  دیني  دندو او وجیبو ته  ستر خیانت کړی دی .

د یادولو وړ ده چې  په رواندا کې  په ۱۹۹۴ کال کې  رامنځته شوي  قتل عام  پوره  سل ورځې دوام وکړ. پدې هیواد کې  د نوموړو ۱۰۰ ورځو په دننه کې  تر ۸۰۰ زرو  تنو ډیر کسان په قتل ورسول شول.

دا کسان  د رواندا  د هوتو قبیلې  د افراطي  ډلو لخوا په قتل ورسول. قربانیان  د هوتو او توستي  د قبیلو  خلک  وو.

ویل کیږي  ډیری  قربانیان  د کاتولیکې کلیسا  د راهبانو او راهبو  په لاسونو  وژل شوي دي. د رواندا  حکومت  ویلي دي چې  پدې پیښه کې  ډیری  کسان  په کلیسا کې  چې پناه  يي وړې وه  وژل شوي دي.

د کاتولیکو مسیحیانو روحاني  مشر  پاپ  فرانسیس  په نوموړي  ستر قتل عام کې  د کلیسا د راهبانو او راهبو  د لاس لرولو له امله  د الله نه  د بښنې غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې  لومړی  په رواندا کې  د کلیسا  د مشر  د دفتر لخوا  د ترسره شوي  قتل عام  او پدې قتل عام کې  د راهبانو او راهبو  د لاس لرولو  له امله  د بښنې غوښتنه وکړه. وروسته  بیا  واتیکان  هم په رسمي توګه بښنه وغوښته.

دا پداسې حال کې ده چې  په تیرو کلونو کې  کاتولیکو مسیحیانو کلیسا  پدې ستر قتل عام کې  د کلیسا رول  په اړه هر ډول  ادعاګانې  په کلکه توګه رد کړې وې او ویلي وو چې  پدې پیښه کې  د راهبانو او راهبو لخوا  ترسره شوی عمل  په فردي ډول ترسره شوی دی .

د کاتولیکو مسیحیانو روحاني مشر او د واتیکان د ښار د دولت ریس  پاپ فرانسیس  د رواندا د ولسمشر سره  په واتیکان کې لیدنه وکړه. د ویلو ده چې د رواندا  د نفوس  ۵۰ سلنه  کاتولیک  مسیحیان  دي.

پاپ  پدې لیدنه کې د بښنې غوښتو نه وروسته  د رواندا  د خلکو او حکومت سره  د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.    



اړوند خبرونه