چین  د ټایوان په مسله کې  امریکا ته  خبرداری ورکړ.

چین امریکا ته خبرداری ورکړ چې  په ټایوان  د وسلو پلورلو ته  د پای ټکی کیږدئ.

695439
چین  د ټایوان په مسله کې  امریکا ته  خبرداری ورکړ.

چین  د ټایوان په مسله کې  امریکا ته  خبرداری ورکړ.

چین امریکا ته خبرداری ورکړ چې  په ټایوان  د وسلو پلورلو ته  د پای ټکی کیږدئ.

چین  امریکا ته  په ټایوان  د وسلو د نه پلورلو  او یو موټي چین سیاست ته  د درناوي کولو  بلنه ورکړه.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې  هواء چونینګ  په پلازمینه  بیجینګ کې خبري غونډې ته  وویل چې  « چین  د واشنګټن لخوا  په ټایوان  د وسلو د پلورلو  سره  سخت مخالفت کوي او پدې اړه يي په دریځ کې  کوم بدلون نه راځي. »

هغې زیاته کړه ددې په هیله چې  امریکا  هم  پدې خبره  ښه پوه  شوی وي  چې  په ټایوان  د وسلو پلورل هغوې ته  د ضرر نه پرته کومه ګټه نکوي. 

هغې  په امریکا غږ وکړ چې  هر څه ژر په ټایوان د وسلو پلورل  ودروي  او د چین  سیاستونو ته درناوی وکړي.

هغې د امریکا د نوې ادارې په اړه  د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې « د واشنګټن  نوې اداره  باید  پدې مسلې  جدي غور وکړي. سپینه ماڼۍ  باید  د چین او امریکا ترمنځه  قوي  او تاریخي  اړیکو ته په کتو سره  په سیمه کې د سولې او استقرار سره  مرسته وکړي »

د یادولو وړ ده چې  د ټایوان  چارواکیو  تیره اوونۍ  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ددوې پر وړاندې  د چین تهدیدونه د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په لوړیدو دي  چې د همدې امله  مجبور دي چې خپل هوايي  ځواکونه  لا پیاوړي کړي.

ټایوان  د امریکا  متحده ایالتونو نه  د ارواح په نامه  د پرمختللو  جنګي  جیټ الوتکو د اخیستو غوښتنه وکړه.

د بله پلوه  د امریکا  عسکري چارواکیو  ویلي دي چې ولسمشر دونالد ټرامپ  په ټایوان  په لوړه کچه  د وسلو پلورولو  په پلان  کار کوي.

چین تیره اوونۍ  خپلو وسله والو ځواکونو ته  پنځم  نسل  تر ټولو  پرمختللې  د J 20 په نامه  جنګي  الوتکې  په اختیار کې ورکړې.

ټایوان بیا  سږ کال د هیواد  دفاعي  بودیجه  د یو سلنې په لوړولو سره  ۱۱ عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو ته  لوړه کړه.

چین  بیا  سږنۍ  دفاعي بودیجه  ۷ سلنې په لوړولو سره  ۱۵۲ میلیاردو ډالرو ته  لوړه کړه.

د ویلو ده چې  په ۱۹۴۹ کال کې په چین کې  ماو زیدونګ  واکمنۍ ته د رسیدو نه وروسته  یو زیات شمیر  حکومتي  چارواکي  ټایوان ته  په تښتیدو سره  د ټايوان حکومت  اعلان کړ. نوموړو  د حکومت د جوړولو نه   وروسته خپلواکي  اعلان کړه خو چین  بیا  د هغوې خپلواکي په رسمیت  ونه پيژندله. چین  وايي  چې ټایوان  ددوې خاوره  ده. نن ورځ  په نړۍ کې یواځې ۲۲ هیوادونه  ټایوان په رسمیت پیژني.   


پيوندونه: #چین , #امریکا

اړوند خبرونه