روسیې د سوریې په برخه کې اسراییلو ته خبرداری ورکړ
روسیې د اسراییلو پر وړاندې چې تیره ورځ يي سوریه په عسکري مداخلې ګواښلې وه سخت غبرګون وښود.
روسیې د اسراییلو پر وړاندې چې تیره ورځ يي سوریه په عسکري مداخلې ګواښلې وه سخت غبرګون وښود.
روسیې په مسکو کې د اسراییلو سفیر د نوموړي هیواد لخوا په سوریې د هوايي بریدونو او سوریې ته د ګواښونو له امله د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
د یادولو وړ ده چې د اسراییلو جنګي الوتکو تیره اوونۍ د سوریې د پالمیرا تاریخي ښار ترڅنګ د اسد تر کنټرول لاندې په سیمو هوايي بریدونه وکړل چې وروسته سوریې د اسراییلو یوه جنګي الوتکه وویشتله.
د اسراییلو د دفاع وزیر تیره ورځ سوریه په عسکري مداخلې وګواښله. د اسراییلو د دفاع وزیر تیره ورځ وویل « که چیرې سوریه په راتلوونکي کې ددوې الوتکو ته ګواښ جوړ کړي د څو ساعتونو په دننه کې به يي ټول دفاعي سیستمونه لمنځه یوسي. په سوریې به داسې بریدونه وکړي چې لاره به ترینه ورکه کړي. »
اسراییلو چې د سوریې لخوا ددوې د الوتکې ویشتل ردول د دفاع د وزیر دې څرګندونو سره په غیرې مستقیم ډول سره د الوتکې د ویشتل کیدو پخلی وکړ.
روسیې بیا د اسراییلو ددې ګواښونو او په سوریه د هوايي بریدونو له امله اسراییلو ته خبرداری ورکړ.
روسیې په مسکو کې د اسراییلو سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ. روسیې د اسراییلو سفیر ته سوریې ته د ګواښونو او په نوموړي هیواد د هوايي بریدونو له امله خبرداری ورکړ.