پر شمالي كوريا د بريد ګواښ
د امريكا متحدو ايالتونو د لومړي ځل لپاره پر شمالي كوريا د بريد كولو ګواښ وكړ.
پداسې حال كې چې د شمالي كوريا لخوا په سيمه كې د نظامي فعاليتونو لمن پراخيږي، د امريكا د بهرنيو چارو وزير رېكس تېلرسن د لومړي ځل لپاره څرګنده كړه چې كه چېرې شمالي كوريا د خپل اټومي پروګرام فعاليت ته د پاى ټكى كېنږدي نو پر نوموړي هېواد د وسله وال بريد د ترسره كولو په اړه فكر كوي.
تېلرسن چې د يوې رسمي ليدنې په موخه جنوبي كوريا ته تللى دى، په سيول كې يې د خپل كوريايي سيال يان يونګ سي سره په ګډه خبري غونډه كې وويل چې د شمالي كوريا د اټومي پروګرام په اړه د صبر ستراتيژي نوره پاى ته رسېدلې ده. د نوموړي په وينا هېواد يې د يو لړ ډيپلوماټيكي، امنيتي او اقتصادي تدابيرو په نيولو پيل كړى.
تېلرسن دا هم وويل چې `` په سيمه كې د نظامي نښتو پلويان نه يو. خو كه چېرې شمالي كوريا خپل نظامي فعاليت داسې ځاى ته ورسوي چې وسله وال بريد وكړو نو پدې برخه كې به تردد ونكړو.``
كه څه هم شمالي كوريا تل پر امريكا د وسله وال بريد ګواښونه كوي دا لومړى ځل دى چې امريكا هم د ورته بريد د ترسره كولو ګواښ وكړ.