په زمبیا کې په آسمان کې لیدل شوي جسم ټول د حیرانتیا سره مخ کړي
په زمبیا کې په وریځو کې یو داسې انسان ماننده جسم لیدل شوی دی چې ټوله نړۍ د حیرانتیا سره مخ کړې ده .
په زمبیا کې په وریځو کې یو داسې انسان ماننده جسم لیدل شوی دی چې ټوله نړۍ د حیرانتیا سره مخ کړې ده .
د زمبیا د کیټوي په ښار کې خلکو د یو لوی سوپر مارکیټ د پاسه په وریځو کې یو داسې جسم ولید چې انسان ته ډیر پاتې کیده. ویل کیږي دا جسم چې اوږدوالی د سلو مترو نه ډیر وو د نږدې نیم ساعت لپاره د وریځو په منځ کې ښکاره کیده.
خلک چې د نوموړي جسم په لیدو د حیرانتیا سره مخ وو هر چا هڅه کوله ترڅو عسکونه يي واخلي.
د سیمې خلکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د زورور باران نه مخکې د تورو وریځو په منځ کې یو داسې جسم راښکاره شو چې کټ مټ انسان ته ورته وو.
عیني شاهدانو ویلي دي چې نوموړی جسم په ځانګړې توګه د لوی سوپر مارکیټ د پاسه په ډیره ښه توګه ښکاریده.
یاد شوی جسم د نیم ساعت نه وروسته په هوا کې په ټوټو جلا او ورک شو.
د سیمې خلکو ددې جسم نه د خدای د یوې معجزې په توګه یادونه کړې ده .