په امریکا کې یو تن د فیستیوال ګډون کوونکي د موټر لاندې کړل

په امریکا کې  یو تن  د ماردي ګراس د دودیز  فیستیوال په لسګونو تنه  ګډون کوونکي  د موټر لاندې کړل.

680347
په امریکا کې  یو تن د فیستیوال ګډون کوونکي د موټر لاندې کړل

 په امریکا کې  یو تن  د ماردي ګراس د دودیز  فیستیوال په لسګونو تنه  ګډون کوونکي  د موټر لاندې کړل.

د امریکا  د لویزیانا  ایالت اړوند  د نیواورلیان  په ښار کې  یو تن  د خپل موټر سره  د ماردي ګراس دودیز فیستیوال د  ګډون کوونکو  په منځ کې  ننوته. پدې پیښه کې  ۲۸ تنه  ټپیان شول.

د ټپیانو نه  ۷ تنه  د پيښې په سیمه کې  د تداوۍ نه وروسته  رخصت  او ۲۱ تنه  روغتون ته  انتقال شول.

د ۲۱ تنو نه  د ځینو روغتیایي  حالت ښه ندی.

پولیسو  د موټر چلوونکی  نیولی دی . د لویزیانا  ایالت پولیسو  ویلي دي چې  دا پیښه  د ترهګریز برید سره  کوم تړاو نلري  .

پولیسو ویلي دي چې  د موټر چلوونکی  ډیر زیات نشه  وو او د موټر  کنټرول يي د لاسه ورکړی دی .

پولیسو  ویلي دي چې  د پیښې په اړه يي  پراخه څیړنې پيل کړي دي.   


پيوندونه: #امریکا , #فیستیوال

اړوند خبرونه