امریکا د ناقانونه کډوالو اړوند نوې تګلاره اعلان کړه
د امریکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت د هیواد نه د میشتو ناقانونه کډوالو د شړولو اړوند نوې تګلاره اعلان کړه.
د امریکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت د هیواد نه د میشتو ناقانونه کډوالو د شړولو اړوند نوې تګلاره اعلان کړه.
د امریکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزیر جان کیلي تیره ورځ د کډوالو په اړه خپله پریکړه او تګلاره اعلان کړه. هغه ټولو اړوند ادارو ته هر څه ژر هغه ناقانونه کډوالو چې په امریکا کې د جرم مرتکب شوي دي، په اړه يي په محکمه کې دعوا شتون ولري ، په رسمي اوراقو کې جعل کاري کړي وي او یا يي د ټولنیزو مرستو نه ناوړه ګټه پورته کړي وي د هیواد نه د ویستو هدایت وکړ.
د یادولو وړ ده چې د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما هم د هغه غیرې قانوني کډوالو د شړولو چې د سنګینو جرمونو مرتکب شوي وي د شړولو امر کړی وو. خو نوې ادارې بیا پدې اړه لا سخت دریځ غوره کړې دی.
د امریکا د کورني امنیت وزیر تیره ورځ په ښکاره توګه وویل چې « هر هغه څوک چې د امریکا د کډوالۍ د قوانینو نه سرغړونه وکړي سمدلاسه به نیول کیږي او د هیواد نه به شړل کیږي. »
امریکا د کورني امنیت وزارت د نوموړو ناقانونه کډوالو د نیولو او د ددې امر عملي کولو په خاطر د ۱۰ زرو تنو نوو امنیتي کسانو د استخدامولو او د زندانونو د شمیرې د لوړولو امر کړی دی .
د یادولو وړ ده چې په امریکا کې د ۱۱ نه تر ۱۲ میلیونو تنو پورې ناقانونه کډوال شتون لري. ددې کډوالو نه ۳ نیم میلیونه تنه يي جرمي سابقه لري. ټرامپ د ولسمشرۍ په ټاکنیزو کمپاینو کې ویلي وو چې د بري په صورت کې به د هر څه نه مخکې دا درې نیم میلیونه تنه ناقانونه کډوال جرمي سابقه لري له هیواده وشړي.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر ویلي دي چې نوې تګلاره د هیواد نه په ټولیزه ټوګه د ناقانونه کډوالو د شړولو په معنا نده.
د سپینې ماڼۍ ویاند سپایسر په ورځنۍ خبري غونډه کې د ناقانونه کډوالو اړوند د نوې تګلارې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
هغه وویل چې دا ټول ګامونه د هیواد سویلي پولې د کنټرول لاندې د نیولو په خاطر پورته کیږي. د امریکا ولسمشر د ناقانونه کډوالو په اړه نوي اصلاحات په نظر کې نیولي دي.
د سپینۍ ماڼۍ ویاند وویل چې د ناقانونه کډوالو اړوند په نوې تګلاره کې په امریکا کې د میشتو میلیونو تنو هغه کډوالو په اړه چې د اوسیدو حق نلري په مسلې په هر اړخیزه توګه ارزونې شوي دي.
هغه وویل چې په نوې تګلاره کې به لومړی د هغه کډوالو په اړه چې جرمي سابقې لري او د جرمونو مرتکب شوي دي اقدامات ترسره شي.
د امریکا نه د ناقانونه کډوالو د شړولو په برخه کې لومړیتوب هغه کسانو ته ورکول کیږي چې امریکا ته تهدید جوړ کړی وي.
د بله پلوه د سپینې ماڼۍ ویاند سپایسر وویل چې د ولسمشر ټرامپ د هغه اجراييوي فرمان بدیل په اړه چې د فدرال قاضي لخوا ځنډول شوی دی چارې دوام لري. ولسمشر امریکا ته د ۷ اسلامي هیوادونو د وګړو په راننوتو بندیز لګولی وو چې د واشنګټن د یوې محکمې فدرال قاضي د ولسمشر دا فرمان د امریکا د قوانینو سره په ټکر کې وباله او د ځنډولو پریکړه وکړه.
د سپینې ماڼۍ ویاند د ولسمشر ټرامپ لخوا د مایکل فلین د ځای ناستي په توګه نوماند کړي ډګر جنرال مک ماستر په اړه هم پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې مک ماستر د ملي امنیت د سلاکارۍ د ندې لپاره تر ټولو غوره کس دی. دا مسله به په کانګرس کې د جمهوریت پلوو او ډیموکراټانو نه د رایو د ترلاسه کولو سره هر چاته ثابته کړي.