په استرالیا کې یوه الوتکه د لوی سوداګریز مرکز د پاسه ولویده.
د استرالیا د میلبرن په ښار کې کوچنۍ مساپر وړونکې بیچ کرفت بي ۲۰۰ ډوله دوه ماشینه الوتکه د سوداګریز مرکز د پاسه ولویده.
په استرالیا کې یوه الوتکه د لوی سوداګریز مرکز د پاسه ولویده.
د استرالیا د میلبرن په ښار کې کوچنۍ مساپر وړونکې بیچ کرفت بي ۲۰۰ ډوله دوه ماشینه الوتکه د سوداګریز مرکز د پاسه ولویده.
په پيښه کې په الوتکه کې سپرو ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د استرالیا هوانوردۍ د چارو چارواکیو په وینا نوموړې الوتکه د ایسندون هوايي ډګر نه د تازمانیا شاهي ټاپو پر لورې روانه وه چې د یو سوداګریز مرکز د پاسه يي سقوط وکړ.
چارواکیو ویلي دي ګمان کیږي چې الوتکه په ماشین کې د ستونزې له امله رالویدلي وي.
الوتکه د میلبرن په ښار کې په یو سوداګریز مرکز راغورځیدلې ده . د چارواکیو په وینا د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې د الوتکې د سپرلۍ نه پرته د بل چا ته ځاني زیان ندی اوښتی. په پیښه کې د الوتکې د پیلوټ په ګډون ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
پدې پیښه کې سوداګریز مرکز ته د پام وړ مالي زیان اوښتی دی.