د ټرامپ د کابینې یو پیشنهادي وزیر د نوماندۍ نه لاس په سر شو
د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ لخوا د کار د وزارت لپاره پشنهاد شوي وزیر اندرو پوزدر د خپلې نوماندۍ نه استعفا وکړه.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ لخوا د کار د وزارت لپاره پشنهاد شوي وزیر اندرو پوزدر د خپلې نوماندۍ نه استعفا وکړه.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې اندرو پوزدر د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې « د خپلې کورنۍ د غړیو سره د ډیرو زیاتو بحثونو او سلا مشورو نه وروسته دې نتیجې ته ورسیدم چې د کار وزارت لپاره د خپلې نوماندۍ لاس په سر شم.»
هغه پداسې حال کې د خپلې نوماندۍ نه تیر شو چې سبا د امریکا د مشرانو جرګې هغه ته د اعتماد د رای ورکولو په خاطر رای اچونه کوله. د بله پلوه ویل کیږي چې هغه په مشرانو جرګه کې د جمهوریت پلوو غړیو کافي ملاتړ هم تر شا نه درلود.
د ویلو ده اندرو پوزدر په امریکا کې د رستورانتونو د یو زنځیر مشري غاړه لري. هغه د روانې میاشتې په دننه کې هغه ادعاګانې چې د کار د قانوني اجازې پرته يي ځیني کسان استخدام کړي وو ممنلې وې.
دا چې ښاغلي پوزدر ولې د وزارت د نوماندۍ نه لاس په سر شوی دی پدې اړه يي څه ندي ویلي.
د یادولو وړ ده چې درې ورځې مخکې د دونالد ټرامپ د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین د روسیې سره د نږدې اړیکو درلودو په تور له خپلې دندې استعفا ورکړه.