په ټرامپ د روسیې سره د اړیکو په اړه نوي تورونه

په امریکا متحده ایالتونو کې  د ولسمشر دونالد ټرامپ  سلاکاران  د ولسمشرۍ د ټاکنیزو سیالیو پر مهال  په دوامدره توګه  د روسانو سره د تماس په حال کې ول  ادعا شوې ده .

672618
په ټرامپ د روسیې سره د اړیکو په اړه نوي تورونه

په امریکا متحده ایالتونو کې  د ولسمشر دونالد ټرامپ  سلاکاران  د ولسمشرۍ د ټاکنیزو سیالیو پر مهال  په دوامدره توګه  د روسانو سره د تماس په حال کې ول  ادعا شوې ده .

دا ادعا د  امریکا  د سي ان ان  تلویزیون کړې ده . سي ان ان  دا ادعا  د یو زیات شمیر امریکايي چارواکیو  چې  د ټرامپ په اداره کې هم  کار کوي  او ځینيو  دندې پریښې دي  له قوله کړې ده . نوموړو ادعا کړې ده چې  د ټرامپ  د ټاکنیز کمپاین او شرکتونو  مسولین  د ولسمشرۍ د ټاکنیزو سیالیو پر مهال  د شکمنو روسانو سره  د تماس په حال کې ول.

همداشان  نوموړو  ویلي دي چې  د امریکا استخباراتو  د مسلې په اړه هم  پخواني ولسمشر باراک اوباما  او هم  اوسني ولسمشر  دونالد ټرامپ ته  هر اړخیز راپور  وړاندې کړی دی .

د امریکا استخباراتو بیا پدې اړه ویلي دي چې  د ولسمشر ټرامپ د ټاکنیز کمپاین مسولینو  د ځینو شکمنو روسانو سره  ډیر ژر ژر لیدنې  کولې  چې  دې مسلې  استخبارات شکمن کړي وو.

د امریکا  د سي ان ان تلویزیون ویلي دي چې  روسانو سره  لیدنې  د ټرامپ  د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین  او د هغه د ټاکنیزو کمپاینونو  مشر  پاول  مانافورت  کولې.

د ویلو ده چې  دوه ورځې مخکې د ولسمشر ټرامپ  د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین  له خپلې دندې استعفا  وکړه. ویل کیږي  دا استعفا هم  د ولسمشر ټرامپ  په غوښتنه شوې ده .



اړوند خبرونه