امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ یو ځل بیا په ایران سختې نیوکې وکړې
ټرامپ : ایران په نړۍ کې اول لمبر ترهګر دولت دی.
امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ یو ځل بیا په ایران سختې نیوکې وکړې. هغه د ایران نه د په نړۍ کې اول ترهګر دولت په توګه یادونه وکړه.
هغه وویل چې « زمونږ هیواد د ایران لپاره د ذرې په اندازه اهمیت نلري. ایران په نړۍ کې اول لمبر ترهګر دولت دی. هر لورې ته پیسې او وسلې استوي. »
ټرامپ د روسیې د ولسمشر پوتین په اړه وویل « زما په اند د روسیې سره د خرابو اړیکو نه ښې اړیکې بهترې دي »
ټرامپ دا څرګندونې د فوکس نیوز خبري تلویزیون سره په مرکه کې وکړې. هغه د اوباما د ادارې لخوا د ایران سره د لاسلیک کړي تړون نه تر ټولو د بد تړون په توګه یادونه وکړه.
هغه ویلي دي چې اوباما ادارې پرته د کوم سبب نه د ایران سره دا تړون لاسلیک کړی دی.
ټرامپ د ایران سره د لاسلیک کړي تړون د فسخه کولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « وبه ګورو، یواځې دا وایم چې زمونږ هیواد د هغوې لپاره د ذرې په اندازه اهمیت نلري، ایران په نړۍ کې اول لمبر ترهګر دولت دی. د ترهګریزو فعالیتونو په خاطر هر لوري ته پیسې او وسلې استوي. »
ټرامپ د خبریال ددې پوښتنې په ځواب چې د روسیې ولسمشر پوتین ته درناوی لرۍ او که نه؟ وویل، هو د روسیې ولسمشر پوتین ته درناوی لرم.
ټرامپ زیاته کړه چې دا خبره ددې په معنا نده چې خامخا باید د روسیې سره ښې اړیکو ولرو. زما په اند د روسیې د ولسمشر پوتین سره ښې اړیکې د خرابو اړیکو بهتره دي. هو که چیرې روسیه د داعش ترهګرې ډلې پر وړانډې په مبارزه کې د امریکا سره مرسته وکړي کیدای شي چې د روسیې سره ښې اړیکو ولرو خو بیا هم نه پوهیږم.
ټرامپ د پوتین په اړه تلویزیون خبریال ددې غبرګون په مقابل کې چې پوتین قاتل دی، داسې وویل « نن ورځ ډیر زیات قاتلین شتون لري، زمونږ په هیواد کې هم کم ندي. زما په اند لکه څرنګه چې فکر کوۍ زمونږ هیواد پدې اندازه معصوم ندی.»
ټرامپ د ویاند ددې څرګندونو په ځواب کې چې په خپل هیواد کې د چارواکیو نه قاتل څوک نه پیژني داسې وویل، لکه څرنګه چې ما پخوا ویل نن هم وایم چې امریکا هم ډیرې زیاتې خطاګانې کړي دي. زه د پیل نه په عراق د باندې د یرغل مخالف وم. د عراق په جګړه کې ډیر زیات انسانانو ژوند د لاسه ورکړ.
ټرامپ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درغلیو د ادعا په اړه هم پوښتنې ځواب کړې. ټرامپ د ویاند ددې پوښتنې په ځواب کې چې « داسې ادعاګانې شتون لري چې تاسې په ټاکنو کې درغلۍ کړي دي، څه باندې ۳ میلیونه جعلي رایې ستاسې په ګټه کارول شوي دي. حتا د بعضو کسانو چې مړه دي د هغوې په نامه رایې کارول شوي دي. ځینو کسانو په دوو ایالتونو کې رایې کارولي دي.» داسې وویل ، پدې اړه به یو باصلاحیته څیړنیز کمیسیون په دنده وګماري.
دا ادعاګانې به یوه یوه وڅیړل شي.