د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  ایران وګواښه.

د ایران لخوا د بالستیک توغندي د ازمایلو نه وروسته د نوموړي هیواد پر خلاف د امریکا غبرګونونه دوام لري

664340
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  ایران وګواښه.

 د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  ایران وګواښه.

امریکا  د ایران لخوا د بالستیک توغندي  د ازمایلو له امله  ددې هیواد پر خلاف سخت غبرګون وښود. امریکا  ویلي دي چې د ایران په اړه یی  موجود  ټول انتخابونه  د غور لاندې نیولي دي.

د امریکا  ولسمشر ټرامپ  د ایران لخوا د بالستیک توغندي د ازمایلو د مسلې په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ټرامپ  د خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ایا  د ایران پر خلاف د عسکري ګام  اوچتولو  احتمال  شتون لري او که نه ؟ وویل ، د ایران  په اړه  ټول انتخابونه  او احتمالونه  د غور لاندې نیول شوي دي.

په هر ډول  احتمالونو  خبرې روانې دي.

همداشان  ټرامپ  تیره ورځ  د ټولنیزې مډیا له لارې هم  د ایران په اړه ځینې څرګندونې کړې وې.

ټرامپ  ویلي وو چې  « ایران ته په رسمي ډول  خبرداری ورکړ »  هغه په ایران غږ کړی وو چې  د امریکا  لخوا ورسره د لاسلیک شوي  تړون له امله  باید  ځان د امریکا  د احسانونو  مدیون  وبولي.

د ویلو ده چې  تیره ورځ  د ټرامپ  د سلاکارانو نه مایکل فلن  هم  ویلي وو چې  ایران ته مو  په رسمي ډول خبرداری ورکړ.



اړوند خبرونه