د حجاب نړۍواله ورځ ولمانځل شوه

تیره ورځ د امریکا متحده ایالتونو په ګډون د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې  د حجاب ورځ  ولمانځل شوه.

663792
د حجاب نړۍواله ورځ  ولمانځل شوه

تیره ورځ د امریکا متحده ایالتونو په ګډون د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې  د حجاب ورځ  ولمانځل شوه.

د امریکا  د نیویارک په ښار کې په زرګونو تنو  ښځو  مسلمانانو او غیرې مسلمو ښځو  د حجاب د په سرولو سره  د حجاب ورځ  ولمانځله. په امریکا کې په زرګونو تنه  ښځې  د ټرامپ  پر خلاف  د مظاهرې په خاطر راټولې شوې وې  د امریکا  د بیرغ د په سرولو  سره  هم  د ټرامپ پر خلاف  مظاهره او هم  د حجاب ورځ ولمانځله. 

د امریکا سربیره  د انګلستان په پارلمان کې پاکستاني الاصله  وکیلې تهمینه شیخ  په لومړۍ وزیرې تریزا  مې باندې  د ښځو د حقوقو په برخه کې  د لا زیات کار  کولو  غږ وکړ. تهمینه شیخ  د انګلستان د لومړۍ وزیرې نه  د ښځیو د حقونو نه د دفاع په خاطر  د غږ اوچتولو غوښتنه وکړه.

د انګلستان لومړۍ وزیرې مې  وویل چې  « ښځو ته باید  د حجاب په سرولو په برخه کې  پوره ازادي ورکړل شي. ځکه چې  دا انتخاب باید  هغوې ته  پریښودل شي. هغوې باید  د حجاب د په سرولو او یا نه په سرولو پوره ازادي ولري. »

د ویلو ده چې د حجاب  د ورځې نه په ترکیه کې هم  لمانځنه وشوه. په ترکیه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  ښځو  د حجاب د ورځې له امله  په ټولنیزه مډیا کې  د حجاب سره  عسکونه  خپاره کړل.

 

 

 

 



اړوند خبرونه