کالیفورونیا په ایالت کې پولیسو په یو موټر کې د بم په اړه راپور ترلاسه کړ.
د لومړنیو معلوماتو له مخې یوې ښځې پولیسو ته په موټر کې بم دی خبر ورکړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو د کالیفورونیا په ایالت کې پولیسو په یو موټر کې د بم په اړه راپور ترلاسه کړ.
د لومړنیو معلوماتو له مخې یوې ښځې پولیسو ته « په موټر کې مې بم دی » خبر ورکړی دی.
پولیسو په موټر کې د بم د خبر د ترلاسه کولو نه وروسته سیمې ته په لسګونو تنه بم شنډونکي او زریهداره موټرسره پولیس واستول.
پیښه د کالیفورونیا ایالت ساکرامنټو په ښار کې رامنځته شوې ده. د سیمې د خبري رسنیو د خبر له مخې یوې ښځې د سړک په منځ کې خپل موټر د درولو نه وروسته د ټولبکس نه د برښنا مزلي د موټر ټانکۍ ته د غځولو نه وروسته پولیسو ته « په موټر کې بم دی » په اړه خبر ورکړ.
د پیښې سیمې ته په لسګونو تنه بم شنډونکې او پولیس راورسیدل. ښځه د پولیسو لخوا ونیول شوه.
په سیمه کې ټولې لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوي. بم شنډونکو ډلو په موټر کې پلټنې پیل کړي دي. ښځه د پولیسو مرکز ته وړل شوې ده . په موټر کې تر اوسه پورې چاودیدونکي توکي یا بم ندی موندل شوی.