ټرامپ د عدلیې وزیره له دندې ګوښه کړه
د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ د عدلیې د وزارت سرپرسته سالي یاتس له دندې ګوښه کړ.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ د عدلیې د وزارت سرپرسته سالي یاتس له دندې ګوښه کړ.
ټرامپ د عدلیې د وزارت سرپرسته د ۷ اسلامي هیوادونو په وګړو امریکا ته په راننوتو د بندیز لګولو اړوند د اجراییوي حکم د نه تطبیقولو نه له امله له دندې ګوښه کړه.
د امریکا د عدلیې وزیرې ویلي وو چې د ولسمشر ټرامپ دا حکم به تطبیق نکړي ځکه چې د هیواد د ارزښتونو سره په ټکر کې دی.
سپینې ماڼۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د عدلیې سرپرسته وزیره سالي یاتس د امریکا متحده ایالتونو د وګړو د امنیت او ثبات په خاطر لاسلیک شوي د ولسمشر د قانوني حکم د تطبیق نه د ډډې کولو سره د عدلیې وزارت ته خیانت له امله له دندې ګوښه کړې شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ولسمشر دا قانوني حکم د عدلیې وزارت د حقوقي مشاوریت لخوا تایید شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د عدلیې سرپرسته وزیره سالي یاتس د پخواني ولسمشر باراک اوباما لخوا په دنده ګمارل شوې وه او د هیواد د سرحداتو او کډوالو په مسله کې ډیر زیات کمي او ضعف ښودلی دی.
د ویلو ده چې ټرامپ د هغه پر ځای د ویرجینیا ایالت د ختیځې سیمې څارنوال دانا بوینټس ټاکلی دی.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د عدلیې د وزارت لپاره ددوی نوماند په کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند د سناتورانو لخوا د بعضو سیاسي لاملونو له امله ځنډول کیږي.
همداشان د امریکا د عدلیې د وزارت نوي سرپرست دانا بوینټس ویلي دي چې د عدلیې د وزیر د ټاکل کیدو پورې د ټرامپ په کابینه کې د ځای نیولو له امله خوښ یم. هغه ویلي دي چې د امریکا د خلکو او هیواد نه د دفاع په خاطر به د ټولو قوانینو نه دفاع کوم او پرته د ځنډه به يي عملي کړم.
د ویلو ده چې د امریکا د عدلیې د وزارت پخوانۍ سرپرستې سالي یاتس ټولو څارنوالانو ته د لیک په استولو سره د هغوې نه په محکمو کې د ټرامپ لخوا د لاسلیک شوي حکم نه د دفاع د نه کولو غوښتنه کړې وه.