جاستین ترودو : د مسلمانانو غم زمونږ د ټولو ګډ غم دی

د کاناډا لومړی وزیر: دا ډول بریدونه مونږ د یو بل نه جلا کولی نشي.

662092
جاستین ترودو : د مسلمانانو غم زمونږ د ټولو ګډ غم  دی

د کاناډا لومړي وزیر جاستین  ترودو  په نوموړي هیواد کې په جومات  د ترسره شوي خونړي برید په اړه وویل « دا ډول ترهګریز بریدونه زمونږ په منځ کې نفاق  راوستلی نشي. مونږ  پارچه پارچه کولی نشي. »

د کاناډا  لومړي وزیر ترودو  د نوموړي هیواد د پارلمان  د نوي کاري کال  د پرانیستو په مراسمو کې  وینا وکړه.

هغه وینا د کاناډا د کبک  ایالت په مرکز کې  په جومات  د ترسره شوي خونړي برید د غندولو سره  پیل کړه.

د کاناډا لومړي وزیر  د نویل د ۶ اونیو  رخصتۍ نه وروسته  او د پارلمان د نوي کاري کال  د پرانیستو په مراسمو کې وینا وکړه.

هغه  په خپله وینا کې وویل چې  دا ډول  بریدونه  په کاناډا کې د مسلمانانو او نورو دینونو د لارویانو ترمنځه  هیڅوخت نفاق  ته  لار هوارولی نشي. د کاناډا خلک  ددې ډول شدت سره  هیڅکله د یو بل نه نه جلا کیږي. ددې ډول ناوړه بریدونو سره باید خپل اذهان  خراب نکړو  او خپلې دروازې او زړونه باید تل  خلاص  وساتو.

هغه وویل چې د کاناډا په ټولنه کې  دا ډول  ترهګریزو بریدونو او شدت ته ځای نشته.

هغه زیاته کړه چې  تیره شپه  په کاناډا کې  پر مسلمانانو ترسره شوی  خونړي  او وحشي  برید په اصل کې  د کاناډا په ټولو خلکو ترسره شوی  ترهګری برید دی.

دې پیښې زمونږ  زړونه  سوري کړل. هغه  وویل چې د کاناډا  ۳۶ میلیونه انسانان  د هیواد د څه باندې  یو میلیون تنه مسلمانانو سره  پدې غم کې ځان شریک بولي. ستاسې غم  زمونږ  د ټولو ګډ غم  دی.

همداشان  د کاناډا په پارلمان کې  د مخالف محافظه کار ګوند  مشر رونا امبروز  هم  په جومات  او مسلمانانو ترسره شوی  برید په کلکو ټکو وغنده. هغه وویل چې دا برید په ازادیو  او پرته د ډاره په عبادت کولو  ترسره شوی  برید دی.

هغه وویل دا برید په اصل کې  د کاناډا  لپاره  چې د ترهګرۍ پر وړاندې  کافي تدابیر ندي نیولي  یو تریخ  خبرداری دی. ددې برید  مسولین  باید  هر څه ژر  ونیول شي  او عدالت منګولو ته وسپارل شي.

همداشان  په پارلمان کې بل ویناوال  د نوي ډیموکراټ ګوند  مشر توماس مولکایر  خپله وینا  د اسلام علیکم  سره  پيل کړه.  

هغه د برید د غندنې نه وروسته  وویل « دا چې نن ورځ  زمونږ  هیوادوالو په خپله عبادات خانو کې  ځان په امن کې نه احساسوي  او په عبادت خانه کې پرې د عبادت پر مهال مرګونی برید کیږي  دا د منلو وړ خبره نده. مونږ داسې ژوند نه غواړو. داسې کاناډا نه غواړو. د همدې امله  نفرت  او شدت باید هیڅوخت  ونه بښو. »

د زرغون ګوند  مشرې بیا  د برید په اړه په غبرګون کې وویل چې « د دې ډول بریدونو ترسره کولو په معنا  پوهیدل  ګرانه خبره ده. نن مونږ  ټول مسلمانان یو. مونږ  ټول  د مسیحیانو، یهودانو ، سکانو او نورو دینونو د لارویانو  په توګه  ستاسې په غم  او درد کې ځان شریک بولو او ستاسې غم  د ټول ګډ غم بولو.

د وینا ګانو نه وروسته  په جومات  په ترسره شوي برید کې وژل شوو کسانو ته د درناوي په خاطر  یوه دقیقه  چپتیا  غوره شوه.

وروسته  په پارلمان کې  د هیواد بیرغ  نیم راښکته شو. 

همداشان  کاناډا  لومړي وزیر  او د سیاسي ګوندونو  مشرانو  د پيښې سیمې ته  سفر وکړ او د قربانیانو په خاطر په جوړولو مراسمو کې ګډون وکړ.

پدې مراسمو کې  د قرانکریم  تلاوت او په عربي ژبه  دعاګانې وشوې.



اړوند خبرونه