ټرامپ امریکا ته د کډوالو په راتګ بندیز ولګو
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ امریکا ته د کډوالو په راننوتو رسمآ بندیز ولګول.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ امریکا ته د کډوالو په راننوتو رسمآ بندیز ولګول. دونالد ټرامپ د ولسمشرۍ د فرمان په صادرولو سره د ۴ میاشتو لپاره د کډوالۍ د وړاندیزونو په منلو بندیز ولګو.
ددې سربیره ټرامپ د سوریې او ایران په ګډون د ۷ اسلامي هیوادونو وګړو ته د امریکا په ویزې هم بندیز ولګو.
ټرامپ د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال ژمنه کړې وه چې امریکا ته به د مسلمانانو په راننوتو بندیز ولګوي. همداشان هغه د هیواد نه د ټولو ناقانونه کډوالو د شړولو نه هم یادونه کړې وه. ټرامپ د ولسمشر په توګه د دندې د پیلولو نه وروسته د یوې اوونۍ په دننه کې د کمپاینونو پر مهال د کړو ژمنو ډیری پر ځای کړې.
د امریکا ولسمشر تیره ورځ د کډوالو په اړه د فرمان د لاسلیکولو سره په ځانګړې توګه د سوري کډوالو منلو بهیر ودرولو. ټرامپ تر امر الثاني د ټولو کډوالو د وړاندیزونو په منلو بندیز ولګو.
ټرامپ د همدې فرمان سره د امریکا لخوا هر کال په منظم ډول د کډوالو د منلو شمیره د ۱۱۰ زرو تنو نه ۵۰ زرو تنو ته راټیټه کړه.
دونالد ټرامپ د امریکا د ویزې شرایط ډیر سخت کړل. هغه تر ۳۰ ورځو د ایران، عراق، سوریې، لیبیا، سومالي ، سوډان او یمن وګړو ته په ویزو ورکولو بندیز ولګول. پدې موده کې به ددې هیوادونو لپاره د ویزې په برخه کې قوي تدابیر ونیول شي.
ټرامپ د کډوالو د وړاندیزونو په منلو د بندیز لګولو سره د هغه سوري کډوالو چې د کډوالۍ وړاندیزونه يي منل شوي وو او ویزې لپاره يي انتظار ویسته اندیښمن کړي دي.
ټرامپ تیره ورځ د یو تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې ددینه وروسته به امریکا د منځني ختیځ نه د کډوالو د منلو په برخه کې مسیحي کډوالو ته لومړيتوب ورکړي.