د افغانانو او پاكستانيانو په اړه د ټرمپ نوې څرګندونې

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په يوې تازه مركه كې څرګنده كړه چې د افغانستان، پاكستان او سعودي عربستان د هېوادوالو لپاره به امريكا ته راتګ نور هم سخت شي.

660547

ټرمپ د اې بي سي د كانال سره په يوې تازه مركه كې وويل چې افغانستان، پاكستان او سعودي عربستان به د هغو هېوادونو په كتار كې وي چې د ويزې د يو ډير سخت پروسيجر نه تيريږي.

له ټرمپه پوښتنه وشوه چې ولې  افغانستان، پاكستان او سعودي عربستان د هغو نورو اوو هېوادونو په لست كې شامل نه شول چې هېوادوال يې امريكا ته نشي راتللى؟

ټرمپ وويل چې `` موږ د ويزو په برخه كې هر اړخيزه تدابير ونيسو. په تمامه معنى سخت تدابير، داسې كسانو ته به اجازه ورنكړو چې پوه شو موږ ته حتې د يوې كوچنۍ ستونزې د رامنځته كولو احتمال ولري. اوسمهال امريكا ته راتګ ډېر اسانه دى. تر دې وروسته به ډېر ډېر سخت شي.```

د بله پلوه داسې اټكل كيږي چې د ټرمپ اداره به په امريكا كې د مسلمانانو د ثبت لپاره يو سيستم جوړ كړي. پدې اړه تېره ورځ په نيويارك كې پراخه لاريونونه ترسره شول.

دا لا څرګنده نه ده چې پدې اړه به اړوند هېوادونه څه ډول غبرګون وښايي.

اړوند خبرونه