امریکا متحده ایالتونو نوي ولسمشر د هیواد نه د ناقانونه کډوالو په ویستو پيل وکړ.
ټرامپ د خپلو ژمنو عملي کولو ته نسټونې بډوهلي دي
امریکا متحده ایالتونو نوي ولسمشر د هیواد نه د ناقانونه کډوالو په ویستو پيل وکړ.
امریکا تیره ورځ ۹۰ تنه د سومالیا او ۲ تنه د کینا وګړي د هیواد نه وویستل.
د کینیا د دولت ویاند ایریک کیرایثي خبري رسنیو ته وویل چې ۹۰ تنه د سومالیا او ۲ تنه د کینیا وګړي پلازمینې نایروبي ته راورسیدل.
هغه وویل دا کسان پداسې حال کې رالیږل شوي دي چې د امریکا لخوا دوی ته هیڅډول خبرداری یا خبر ندی ورکړ شوی.
هغه زیاته کړه چې د رسمي تړونونو له مخې امریکا مخکې ددینه چې دا کسان د خپلې خاورې نه ډیپورت کړي باید اړوندو هیوادونو ته خبر ورکړي چې له بده مرغه دا کار ندی شوی.
امریکا بیا تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ویلي.
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ټرامپ د ولسمشرۍ د ټاکنو په کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو په صورت کې به په امریکا کې میشت ۳ میلیونه تنه ناقانونه کډوال د هیواد نه وباسي.
د امریکا نوي ولسمشر ټرامپ د ټاکل کیدو نه ۵ ورځې وروسته د ناقانونه کډوالو په ویستو پیل وکړ.