ټرامپ د هند لومړي وزیر ته واشنګټن ته بلنه ورکړه
سپینه ماڼۍ د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي کوربه توب ته تیاری نیسي.
د امریکا متحده ایالتونو نوي ولسمشر دونالد ټرامپ د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي ته واشنګټن ته بلنه ورکړه.
سپینه ماڼۍ د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي کوربه توب ته تیاری نیسي.
د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د امریکا ولسمشر ټرامپ د هندوستان د لومړي وزیر مودي سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې. دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د امریکا او هندوستان ترمنځه د اقتصادي اړیکو د قوي کولو او د اقتصاد نه تر دفاعي برخو کې په یو زیات شمیر برخو کې په همکاریو وغږیدل.
همداشان پدې ټیلیفوني خبرو کې د امریکا ولسمشر د هند لومړي وزیر ته واشنګتن ته بلنه ورکړه. ټرامپ ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې امریکا د نړۍوالو ستونزو پر وړانډې په مبارزه کې هندوستان ته د واقعي دوست او شریک هیواد په سترګه ګوري.
د ویلو ده چې د هندوستان لومړي وزیر مودي د تیر کال د نوامبر په میاشت کې په ټاکنو کې د ترامپ د بري نه وروسته هغه ته مبارکي ورکړې وه او هندوستان په اړه د هغه د ښه نیت نه يي ستاینه کړې وه.
د امریکا ولسمشر ټرامپ د ولسمشرۍ د ټاکنو د کمپاینونو پر مهال تل د امریکا او هند په دوستۍ ټینګار کړی کولو. همداشان د هندوستان په اړه يي ښه نیت ښکاره کولو.
ترامپ د هند لومړي وزیر ته په هیواد کې د بیوروکراسۍ په برخه کې د ترسره کړو اصلاحاتو او اقتصادي ودې په برخه کې د اوچت کړو مهمو ګامونو له امله مبارکي وویله.