روسیه په امریکا د توغندیو برید کې ادعا وشوه

روسیه  په امریکا  متحده ایالتونو  د توغندیو بریدونه کوي  ادعا  په نړۍ کې  جدي انعکاس وموند.

657826
روسیه په امریکا د توغندیو برید کې ادعا وشوه

روسیه  په امریکا  متحده ایالتونو  د توغندیو بریدونه کوي  ادعا  په نړۍ کې  جدي انعکاس وموند.

دا ادعا  د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  د ټویټر حساب  له لارې وشوه . په امریکا کې هکرانو  د نیویارک ټایمز ورځپاڼې   د ویدیو د برخې رسمي  حساب  هک کړ  او د نوموړي  حساب  له لارې  یو بیړنی  خبر خپور کړ.

په خبر کې  لیکل شوي وو چې  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  ویلي دي چې روسیه به په امریکا د توغندیو بریدونه وکړي.

دې خبر په لنډه موده کې  ډیر زیات انعکاس  وموند. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  وروسته  د سهار په لسو بجو  دا خبر پاک کړ.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر د پاکولو نه وروسته  د همدې  حساب له لارې د یو بل خبر په خپرولو سره  وویل چې  « لنډه موده مخکې  ددې حساب له لارې خپاره شوي پیغامونه  او خبر زمونږ  د اجازې پرته  خپاره شوي وو  چې پاک شول. د مسلې په اړه څيړنې پیل شوي دي. »

دا لومړی ځل ندی چې  هکران  د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  د ټولنیزې مډیا رسمي حسابونه هکوي. د اوور ماینز په نامه  هکرانو ډلې  تیره میاشت  د یادې شوې ورځپاڼې  د ټولنیزې مډیا له لارې  د امریکا د نامتو سندرغاړو  بریتني سپیرس او باب دایلان  د مړینې خبر خپور کړی وو.

هکرانو وروسته  د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته  د پیغام په استولو سره  ویلي وو « که غواړۍ چې دا ستونزه  حل کړۍ  زمونږ سره  اړیکه ټینګه کړۍ . »  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



اړوند خبرونه