په امریکا کې توپانونو ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د امریکا متحده ایالتونو په سویل کې  د شدیدو بارانونو  او توپانونو په پایله کې  لږ تر لږه  ۱۸ تنه مړه  او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

656856
په امریکا کې توپانونو ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د امریکا متحده ایالتونو په سویل کې  د شدیدو بارانونو  او توپانونو په پایله کې  لږ تر لږه  ۱۸ تنه مړه  او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د جورجیا، میسیسيپي الاباما  په ایالاتونو کې  په تیرو ۴۸ ساعتونو کې  د شدید بارانونو او قوي توپانونو په پایله کې په لسګونو ودانۍ  چپه شوې  او د لسګونو ودانیو چټونه  نړیدلي دي.

د جورجیا  د ایالت والي  د ایالت په ۷ سیمو کې  بیړنی حالت  اعلان کړی دی. د ویلو ده چې  د جورجیا په ایالت کې  د یکشنبې د سهار راهیسې  د زورور توپان  په پایله کې  ۱۱ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی . همداشان په نورو ایالتونو کې هم ۷ تنه مړه او په لسګونو تنه ټپیان شوي دي. 

په سیمه کې  یو زیات شمیر کسان ټپیان شوي دي. د جورجیا د ایالت د بیړني حالت او ناورین  د ادارې  ډلې  د خلکو تخلیې  او ژغورنې ته دوام ورکوي.

د ویلو ده چې  د امریکا په سویل کې  د میشتو ۳۸ میلیونو تنو انسانانو نه ۴میلیونه او ۸۰۰ زره تنو ته ګواښونه مخامخ  دي.

د بله پلوه  د امریکا نوي ولسمشر دونالد ټرامپ  د نوموړي طبعي  ناورینونو له امله  د جورجیا او فلوریدا  ایالتونو والیانو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې کړي او هغوې سره يي د لا زیاتې مرستې ژمنه کړې ده .


پيوندونه: #امریکا , #توپانونه

اړوند خبرونه