انګلیس سوک وهوونکي د اسلام دښمنو سخت غبرګونونه پارولي دي

انګلیس سوک وهوونکي د جومات نه د لیدنې او لمانځه پر مهال اخیستل شوو عسکونو د اسلام دښمنو سخت غبرګونونه پارولي دي

653951
انګلیس سوک وهوونکي د اسلام دښمنو سخت غبرګونونه پارولي دي

 د انګستان نامتو سوک وهوونکي او نړۍوال  اتل  انتوني  جاشوا  په دوبۍ کې په یو جومات کې د لمانځه پر مهال  د عکس اخیستو او په ټولنیزه مډیا کې د خپرولو له امله  د اسلام دښمنو  سخت غبرګونونه پارولي دي.

نامتو سوک وهوونکي  او نړۍوال اتل  انتوني جاشوا د ټویټر له لارې د خپور کړي  عکس  لاندې  لیکلي وو  چې  ډیر خوښ یم  چې د خپل ورور  سره  یو ځای  د ماسپخین  د لمانځه لپاره په جومات کې  یم .

د هغه  دې څرګندونو  په انګلستان کې  د هغې د مینه والو  سخت غبرګونونه پارولي دي.

په ټولنیزه مډیا کې  د انتوني  جاشوا پر خلاف  کمپاینونه پیل شوي دي . ډیری خلکو  د هغه نه  د انګلستان نه د وتو غوښتنه کړې ده .

همداشان  ډیری  خلکو  د انګلستان نه د هغه د شړولو  غوښتنه کړې ده . یو زیات شمیر کسانو  په ټولنیزه مډیا کې د هغه تعقیبول  پریښي دي.

ځینو هغه  ته ګواښونه هم کړي دي.

د ویلو ده چې انتوني جاشوا مسلمان  ندی. هغه  دوبۍ  ته  د سفر  پر مهال  د خپل ورور  سره  چې  مسلمان  دی  یو ځای  جومات ته  لاړ او د ماسپخین  لمونځ يي ادا کړ. 

په جومات کې  د هغه اخیستل شوو او په ټولنیزه مډیا کې خپرو شوو عکسونو  د اسلام دښمنو  سخت غبرګونونه پارولي دي.

ځینو  کسانو  د انګلستان د لومړۍ وزیرې تیریزا مې  نه  د انګلستان نه د انتوني   جاشوا د شړولو  غوښتنه کړې ده .

ځینو بیا ادعا کړې ده چې  انتوني جاشوا ډیر پخوا  مسلمان شوی دی خو نه غواړي چې  دا خبره  افشا شي.

انتوني  یوشوا یو څه موده مخکې  ویلي وو چې په هیڅ کوم دین باور نلري. خو ټولو دینونو ته درناوی  لري.

 



اړوند خبرونه