د ناروې په پلازمینه اوسلو کې په ډیزلي موټرو بندیز ولګول شو.
په اوسلو کې په ډیزلي موټرو بندیز ولګید

د ناروې په پلازمینه اوسلو کې په ډیزلي موټرو بندیز ولګول شو.
د ناروې چارواکیو په پلازمینه اوسلو کې په ډیزلي موټرو د بندیز لګولو لامل د هوا ککړوالی په ګوته کړی دی .
په اوسلو کې د نن نه په اعتبار سره په ډیزلي موټرو ګرځولو بندیز ولګید. دا چې دا بندیز به تر کومه دوام وکړي پدې اړه څه ندي ویل شوي.
ویل کیږي ښاري بسونه، ټکسي او بعضې بار وړونکې موټرې ددې بندیز نه استثناء نیول شوي دي.
د بندیز نه سرغړونکو ته د ناروې ۵۰۰ کرونه جزا ورکول کیږي.
د اوسلو د ښاروالۍ کارکوونکو په ښار کې په کنټرول پیل کړی دی . د ښاروالۍ کارکوونکو ویلي دي چې د بندیز په لومړۍ ورځ چاته جزا نه ورکوي یواځې خبرداری ورکوي.
د بندیز د دویمې ورځې نه په اعتبار سره به په جزا ورکولو پيل وشي.
د یادولو وړ ده چې تیره میاشت د پاریس، مکسیکو، مادرید او اتن د ښارونو ښاروالانو تر ۲۰۲۵ کاله پدې ښارونو کې په ډیزلي موټرو د بندیز لګولو پر سر تفاهم وکړ.
اړوند خبرونه

د شیطاني آیات د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي پرون په نیویارک کې خونړی برید وشو
د شیطاني آیت کتاب پر لیکوال سلمان رشدي برید کوونکی ونیول شو.

اوکراین د روسیې سره په روانه جګړه کې د روسیې ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړ
اوکراین اعلان کړې چې د دونیتڅک په باخموت سیمه کې د روسیې له پوځ سره نښتې زیاتې شوي دي.