په اتریش په دولتي اداراتو کې په حجاب او پړوني د بندیز لګولو غوښتنه وشوه
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر زباستیان کورتس د هیواد په ټولو دولتي اداراتو کې په حجاب او پړوني د بندیز لګولو په خاطر پارلمان ته د قانون مسوده وړاندې کړه.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر زباستیان کورتس د هیواد په ټولو دولتي اداراتو کې په حجاب او پړوني د بندیز لګولو په خاطر پارلمان ته د قانون مسوده وړاندې کړه.
د اتریش پارلمان ته په دولتي اداراتو کې په حجاب او پړوني د بندیز لګولو په خاطر وړاندیز د مدني ټولنو او مسلمانانو سخت غبرګون پارولی دی.
د اتریش په پلازمینه ویانا کې د مدني ټولنو په لسګونو تنو غړیو او مسلمانانو د ویانا د پوهنتون په مخکې غونډه وکړه او د بهرنیو چارو د وزیر لخوا پارلمان ته وړاندې شوې د قانون مسوده يي وغندله.
مظاهره کوونکو « ازادي زمونږ نه مه اخلئ، زما د سر سره کار مه لرئ، مساوات غواړو او داسې نور شعارونه ورکول . »
د اتریش د مسلمانو ځوانانو د سازمان ویاندې جانان یاشار خبري رسنیو ته وویل « په اتریش کې د ښځو په ظاهري بڼې او جامو سیاسي روان دی. اتریش ددې ډول سیاستونو سره ښځو ته سپکاوی کوي . مونږ ددې سپکاوي د غندولو په موخه دلته راټول شوي یو. »
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر پارلمان ته په وړانډې کړې مسوده کې ویلي دي چې د اتریش په دولتي اداراتو کې د ښځو حجاب او پړوني په نورو او په ځانګړې توګه په ښځو بده اغیزه کوي او د ځینو نورې بیا تندلارۍ ته تشویقوي.
په اتریش کې د مسلمانو ځوانانو د سازمان ویاندې بیا د بهرنیو چارو د وزیر دا ادعا په کلکه توګه رد کړه او وویل « په هیواد کې ښځو ته هر ډول ازادي ، د حجاب ازادي او د پړوني ازادي په خلکو لا مثبته اغیزه کوي. پدې هیواد کې هر چا ته د ازادۍ او ډیموکراسۍ احساس ورکوي. دا ټولو ته دا مفکوره ورکوي چې پوره ازادي لرم او څوک زما نه زما ازادي نه سلبوي. »
ټولو ته دا مفکوره ورکوي چې په یو ډیموکراټ هیواد کې ژوند کوم. نورو ته د هغوې د ازادۍ د خونديتوب به اړه ډاډ ورکوي.
ویاندې وویل چې د ښځو د حجاب او پړونو په اړه د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې په کامله توګه د حقیقت نه لرې او غلطې دي. ددې قانون نه د هغه یواځنۍ موخه سیاسي منافع دي. د هغه دا وړاندېز د هر ډول ازادۍ او ډیموکراسۍ سره په ټکر کې دی.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې غواړي په هیواد کې په ټولو دولتي اداراتو او ښوونکو د حجاب او پړوني په سرول منع کړي. هغې ویلي دي چې اتریش یو سیکولر هیواد او هر ډول دیني سمبولونه ددې هیواد د ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
هغه په ښوونځیو کې د مسیحیانو د دیني سمبول د صلیب په شتوالي ټینګار وکړ چې دې مسلې د ټولو سره ډول ډول پوښتنې پیدا کړې. د هغه دې څرګندونو د مسلمانانو سربیره د سوسیالستو او لیبرال ملکي ټولنو غبرګونونه هم پارولي دي. ټولو ویلي دي چې ددې قانون یواځنۍ موخه په مسلمانانو باندې د فشارونو راوستل دي.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی