په بلغاریا او یونان کې ۴ تنو کډوالو د سختې سړې هوا له امله ژوند د لاسه ورکړ.
په بالکان کې سړې هوا د کډوالو ژوند د ګواښ سره مخامخ کړی دی
په بلغاریا او یونان کې ۴ تنو کډوالو د سختې سړې هوا له امله ژوند د لاسه ورکړ.
په بلغاریا کې دوو تنو عراقي او یو تن سومالي او په یونان کې بیا یو تن افغان کډوال د سړې هوا امله ژوند د لاسه ورکړ.
په بالکان او اروپا کې سړې هوا چې منفي ۲۸ درجو ته رسیدلې ده تر ټولو زیات د کډوالو ژوند د ګواښ سره مخامخ کړی دی .
په بلغاریا کې ۳ تنو او په یونان کې یو تن جمعآ ۴ تنو کډوالو د سختې یخنۍ په پایله کې ژوند د لاسه ورکړ.
د سربستان په پلازمینه بلګراد کې څه باندې زره تنه کډوال چې په کوم کمپ کې ځای په ځای شوي ندي او په سړکانو پاتې دي د سختې سړې هوا له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي.
د ویلو ده چې په بلګراد کې د هوا تودوخې درجه منفي ۲۰ درجې ښودل شوې ده . په بلګراد کې څه باندې زر تنه کډوال په کنډوالو کې د اور په لګولو سره د ژوندي پاتې کیدو په خاطر مبارزه کوي.
همداشان په یونان کې هم کډوال د سړې هوا له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي.
په یونان کې یو تن افغان کډوال د سړې هوا له امله ژوند د لاسه ورکړ.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.