ترامپ د تولو هغه سفیرانو چې د اوباما لخوا ګمارل شوي دي د دندو د ځنډولو غوښتنه وکړه
د ترامپ دې پریکړې سیاسي کارپوهان اندښمن کړي دي
د امریکا متحده ایالتونو نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترامپ د جنوري د میاشتې د شلمې نیټې نه په اعتبار سره د ټولو هغه سفیرانو چې د ولسمشر باراک اوباما لخوا ټاکل شوي دي د دندو د ځنډولو پریکړه وکړه.
د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله لیکلي دي چې د ترامپ د سیاسي واک د انتقال ډلې بهرنیو چارو وزارت ته په استولي لیک کې د جنوري د شلمې نیټې نه په اعتبار سره د ټولو هغه سفیرانو چې د ولسمشر اوباما لخوا په دنده ګمارل شوي دي د دندو د ځنډولو غوښتنه کړې ده .
په لیک کې پرته د استثناء نه د ټولو سفیرانو د دندو د پایته رسولو غوښتنه شوې ده .
د بله پلوه سیاسي کارپوهانو د ترامپ ددې پریکړې په اړه اندیښنه ښودلې ده . کارپوهانو ویلي دي چې د ترامپ ددې پریکړې سره به د نړۍ په یو زیات شمیر مهمو هیوادونو کې د امریکا د سفیرانو ځایونه تش شي. د نوو سفیرانو ټاکل او د مشرانو جرګې لخوا تصویبیدل وخت ته اړتیا لري.
دا لومړی ځل دی چې په امریکا کې یو ولسمشر د تیر ولسمشر لخوا ټاکل شوو سفیرانو دندې ځنډوي.
په امریکا کې مخکینو ولسمشرانو به د دندې د پیلولو نه وروسته په کلاره د اړتیا او پلان له مخې دا ډول تغیرات راوستل.