د هند د سینما نامتو او تکړه لوبغاړي اوم پوري د قلبې سکتې په پایله کې ژوند د لاسه ورکړ.
د هند سینما یو بل ټکړه ستوری هم د لاسه ورکړ
645408
د هند د سینما نامتو او تکړه لوبغاړي اوم پوري د قلبې سکتې په پایله کې ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې نامتو لوبغاړي اوم پوري پرون شپه په ممبي ښار کې ددې نړۍ نه سترګې پټې کړې.
اوم پوري د ۶۶ کلونو په عمر ومړ.
د هند د سینما د ټکړه لوبغاړي اوم پوري نږدې دوست ډایریکټر اشوک پانډت د ټولنیزې مډیا ټویټر له لارې د اوم پوري د مرګ خبر خپور کړ.
هغه د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « په ډیرې خواشینۍ سره چې اوم پورې د قبلې سکتې په پایله کې ژوند د لاسه ورکړ. »
د ویلو ده چې اوم پورې د ۱۹۵۰ کال د اکتوبر په ۱۸ مه نيته د هندوستان د امبالا په سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
هغه په لسګونو فلمونو او ډرامو کې کار کړی دی . هغه د بالیود سربیره د هالیود په سینمايي فلمونو کې هم کار کړی دی.