د وینزویلا د پوځ چورلکه د امازون په ځنګلونو کې لادرکه شوه

د وینزویلا عسکري چورلکه د ۱۳ تنو سپرلۍ سره یو ځای لا درکه شوه.

642984
د وینزویلا د پوځ چورلکه  د امازون په ځنګلونو کې لادرکه شوه

 د وینزویلا  د پوځ  یوه عسکري  چورلکه  د ۱۳ تنو سره  د امازون په ځنګلونو کې لا درکه شوه.

د وینزویلا  د معلوماتو  وزیر  ارنیستو ویلیګاس  خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پوځ  روس ډوله  چورلکه  د ۱۳ تنو سره  د امازون په ځنګلونو کې  لادرکه شوې ده چې  د پلټنې چارې دوام  لري.

هغه وویل چې  د پلټنې  چارې د ۸ کشفي عسکري الوتکو لخوا  دوام لري. هغه د الوتکې د سپرلۍ  د هویت په  اړه څه ندي ویلي .

د بله پلوه  د وینزویلا خبري رسنیو بیا  ویلي دي چې په الوتکه کې  ۵ تنو ملکي او ۸ تنو عسکري پرسونل  شتون درلود.



اړوند خبرونه