د امریکا متحده ایالتونو او روسیې ترمنځه جدي ډیپلوماتیک جنجال پيل شو.
د امریکا او روسیې ترمنځه تازه جنجالونه پیل شول.
د امریکا متحده ایالتونو او روسیې ترمنځه جدي ډیپلوماتیک جنجال پيل شو.
امریکا متحده ایالتونو د ۳۵ تنو روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه. امریکا نوموړو روس ډیپلوماټانو ته د امریکا نه د وتو په خاطر ۷۲ ساعته مهلت ټاکلی دی.
امریکا ویلي دي چې نوموړي ۳۵ تنه روس ډیپلوماټان د ولسمشرۍ د ټاکنو د هکولو له امله د شړل کیږي.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ددې سربیره په روسیې به بندیزونه هم ولګوي. سپنیې ماڼۍ د روسیې د استخباراتو د مشر په ګډون په ۶ تنو د بندیز لګولو نه خبر ورکړ.
د بله پلوه روسیې د امریکا د پریکړې نه سمدلاسه وروسته ځواب ووایه. روسیې ویلي دي چې د امریکا سره به باالمثل چلند وکړي.
امریکا ۳۵ تنه روس ډیپلوماټان نامطلوبه کسان اعلان کړل. نوموړو ته د امریکا نه د وتو په خاطر ۷۲ ساعته مهلت ورکړ.
ددې سربیره امریکا د روسیې د دوو نماینده ګیو د تړولو پریکړه هم کړې ده . د اسوشیتید پرس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر باراک اوباما په هیواد کې د روسیې د دوو نماینده ګیو نه د استخباراتو د دفترونو په توګه یادونه کړې ده او د تړولو پریکړه يي کړې ده .
اوباما ویلي دي چې د روسیې برید ګر فعالیتونه چې د امریکا ملي ګټو ته زیان رسولی دی په مقابل کې به جدي ګامونه پورته کړي. هغه په روسیې د لا زیاتو بندیزونو لګولو نه یادونه کړې ده .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې نوموړي ۳۵ تنه روس ډیپلوماټانو په امریکا کې استخباراتي فعالیتونه کول چې د همدې امله يي د شړولو پریکړه شوې ده.
د باراک اوباما اداره روسیه د نوامبر په ۸ مه د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د سایبر بریدونو له لارې په لاس وهنې تورنوي. امریکا ویلي دي روسیې ته به ددې بریدونو سخت ځواب ورکړي. امریکا د روسیې په ۹ تنو چارواکیو بندیزونه ولګول چې د استخباراتو مشر هم پکې شتون لري.
روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د نوموړې پریکړې نه وروسته اعلان وکړ چې دا ډول اقدامات د دواړو هیوادونو اړیکو ته په جدي توګه زیان رسوي.