روسیه : امریکا باید د افغانستان په اړه نوی سیاست او دريځ غوره کړي

کابلوف : هیله لرو چې د امریکا نوی ولسمشر د افغانستان په اړه لا ګټور سیاست غوره کړي

640226
روسیه : امریکا  باید د افغانستان په اړه نوی سیاست او دريځ  غوره کړي

د افغانستان لپاره د روسیې  د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي  استازي  ضمیر کابلوف  وویل ، تمه لري  چې  د امریکا متحده ایالتونو نوی  ټاکل شوی ولسمشر دونالد ترامپ د افغانستان په اړه  نوی  سیاست او دریځ  غوره کړي.

کابلوف  دا څرګندونې  د اناتولیا خبري  اژانس ته  په مرکه کې وکړې.

هغه  وویل چې  امریکا  په افغانستان کې  ستره ماتې  خوړلې  ده. امریکا  باید  د افغانستان په اړه  په سیاستونو کې  یواځې  روسیه نه بلکې چین، ایران او پاکستان په څیر د سیمې هیوادونه هم   په نظر کې ونیسي.

کابلوف  وویل چې  د افغانستان په اړه د اوباما د ادارې سیاستونه  او دریځ په کامله توګه د ماتې سره مخامخ شو. اوباما  پخپلې ماتې د پردې غوړولو په خاطر  د یو پلو نه په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره د پام وړ راټيته کړه او د بله پلوه يي افغانستان د ستراتیژیکو همکارۍ  تړون لاسلیکولو ته  اړ ویسته.

اوباما  ادارې  لومړی  وغوښتل چې دا سند  په پخواني  ولسمشر حامد کرزي  لاسلیک کړي خو کله چې  کرزي  د سند د لاسلیکولو نه ډډه وکړه  نوې  ولسمشر او اداره يي  سند لاسلیکولو ته  اړ ویسته. امریکا د نوموړي  سند له مخې د افغانستان په خاوره کې  ۹ عسکري  هډې جوړې کړي دي.

کابلوف  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  د کابل او واشنګټن ترمنځه د ستراتیژیکو همکاریو سند روسیه  ناراحته کړې او که نه؟ داسې وویل، هو  ولې  دې مسلې  روسیه  ناراحته کړې ده . امریکا  ولې  په افغانستان کې عسکري هډې جوړې کړي. امریکا  چیرته  دی  او افغانستان  چیرته  پروت  دی. که چیرې  روسیه  په مکسیکو کې  عسکري  هډې جوړې کړي  ایا امریکا به څه ډول غبرګون ښايي. په کیوبا کې  دا مسله  تجربه  شوه  او پایلې هم  ټولو ته معلومې  دي. زه  داسې فکر  کوم چې  اوس ددې مسلې وخت تیر شوی دی . اوس نړۍ  هغه پخوانۍ  نړۍ  نده.

هغه وویل هیله لري چې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر د افغانستان په اړه  لا هړاړخیز  او ګټور سیاست  او دریځ  غوره کړي.


پيوندونه: #روسیه , #افغانستان

اړوند خبرونه