د اسراییلو لومړي وزیر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې وغندلې
د اسراییلو په اړه د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وروستیو څرګندونو د نوموړي هیواد سخت غبرګون پارولی دی .
د اسراییلو په اړه د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وروستیو څرګندونو د نوموړي هیواد سخت غبرګون پارولی دی .
د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د جان کیري وروستۍ څرګندونو په کلکه توګه وغندلې او وویل چې دا ډول څرګندونې په ښکاره توګه ترهګرۍ ته خدمت کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پرون په خپله وینا کې ویلي وو چې د اسراییلو او فلسطین د ستونزې یواځنۍ حل لاره د دوو دولتونو جوړول دي. هغه د اسراییلو لخوا په فلسطیني خاوره کې د کورونو جوړولو نه د حل لارې پر وړاندې تر ټولو نه د ستر خنډ په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې د اسراییلو لخوا په فلسطیني خاوره کې د کورونو جوړول د سولې مذاکرات د خطر سره مخامخ کړي دي او ستر زیان يي ورته رسولی دی.
همداشان جان کیري ویلي وو چې د نتنیاهو حکومت د اسراییلو په تاریخ کې تر ټول افراطي ښه اړخه حکومت دی. هغه ویلي وو چې یو هیواد په یو وخت کې هم یهودي او هم ډيموکراټ کیدی نشي. د اسراییلو دولت باید یو شی انتخاب کړي. یا یهودي دولت او یا دیموکراټیک دولت.
د جان کیري دې څرګندونو د اسراییلو او ځانګړې توګه د نتنیاهو سخت غبرګون پارولی دی.
نتنیاهو د جان کیري د وینا څو ساعته وروسته د جان کیري څرګندونې وغندلې او وویل چې هیڅوک مونږ ته د درس راکولو حق نلري.
نتنیاهو وویل « غواړم د جان کیري د وروستیو څرګندونو په اړه خپل ژور تاسف ښکاره کړم. د جان کیري څرګندونې د اسراییلو پر خلاف د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په اندازه غیر عادلانه وې.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دې څرګندونو په اصل کې ترهګرۍ ته لوی خدمت وکړ. هغه ترهګرو ته چې د نږدې یوې پیړۍ راهیسې د یهودي دولت سره د جګړې په خاطر د فلسطینیانو نه تقویه کیږي. »
د یادولو وړ ده چې د ملګروملتونو د امنیت شورا تیره اوونۍ په فلسطیني خاوره کې د اسراییلو د غیرې قانوني کورونو د هر څه ژر درولو په اړه پریکړه وکړه. د امنیت په شورا کې د نوموړې پریکړې په اړه رای اچونه وشوه چې د رایو په اکثریت سره ومنل شوه. امریکا متحده ایالتونو چې تل د اسراییلو په اړه دا ډول پریکړې ویتو کولې دا ځل يي ممتنع یا سپینه رای وکاروله.
د اوباما د ادارې دې چلند د اسراییلو سربیره د نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترامپ هم سخت غبرګون پارولی وو.