هندوستان  د( اګني وي ) په نامه  اوږد واټنه  بالستیک  توغندی  په بریالیتوب سره وازمایه.

د هندوستان د دفاعي څیړونو او پراختیا  ادارې  د ۵۰۰۰ کیلومترو په واټن سره  د توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړ

638213
هندوستان  د( اګني وي ) په نامه  اوږد واټنه  بالستیک  توغندی  په بریالیتوب سره وازمایه.

هندوستان  د( اګني وي ) په نامه  اوږد واټنه  بالستیک  توغندی  په بریالیتوب سره وازمایه.

د هندوستان د دفاعي څیړونو او پراختیا  ادارې  د ۵۰۰۰ کیلومترو په واټن سره  د

( اګني وي ) په نامه  د بالستیک  توغندي چې  د اټومي  سرګلولې د انتقال ظرفیت هم  لري  په بریالیتوب سره د ازمایلو نه خبر ورکړ.

د هندوستان د دفاعي څیړونو او پراختیا ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  ویل شوي دي چې  د اګڼي وي په نامه  دا اوږد واټنه توغندی  د هیواد په ختیځ کې د اودیشا ایالت اړوند د عبدالکلام  په ټاپو کې په بریالیتوب سره  وازمایل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا توغندی  چې  ۱۷ متره اوږدوالی او ۵۰ ټنه  وزن لري  د مځکې نه مځکې ته په ۵ زره کیلومترۍ کې د خپل هدف  په کامله توګه د لمنځه وړو توان لري.

د بله پلوه  د هندوستان ولسمشر شري پرتاب مکرجي  د ټولنیزې مډیا له لارې  د پیغام د خپرولو سره  د هندوستان د دفاعي څیړونو او پراختیا ادارې ته  په بریالیتوب سره د نوموړي توغندي د ازمایلو له امله مبارکي ویلې ده . ولسمشر مکرجي  ویلي دي چې«  دا توغندی به زمونږ  ستراتیژیک طاقت او د دښمنانو ویره  ډیره کړي.»

د هندوستان  پوځ  په پام کې لري چې دا توغندي  د ځانګړو ځواکونو  په اختیار کې ورکړي.

د ویلو ده چې  یو څه موده مخکې پاکستان هم  یو توغندی په بریالیتوب سره  ازمایلی وو. د پاکستان لخوا د توغندي د ازمایلو نه لنډه موده وروسته  هندوستان  یو لا قوي  او د اوږد واټن خاوند  توغندی وازمایه.

پاکستان او هندوستان چې دواړه  اټومي  وسلو خاوندان دي  د وسلو په برخه کې د یو بل سره  جدي رقابت لري.



اړوند خبرونه