د برلین بریدګر پاکستانی دی.

د جرمني په پلازمېنه برلین کې تېره شپه د یوې ټېلر په واسطه برید کوونکی چې ۱۲ تنه یې وژلي او تر ۵۰ تنو زیات یې ټپیان کړي دي، د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

634201
د برلین بریدګر پاکستانی دی.

 

د جرمني په پلازمېنه برلین کې تېره شپه د یوې ټېلر په واسطه برید کوونکی چې ۱۲ تنه یې وژلي او تر ۵۰ تنو زیات یې ټپیان کړي دي، د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د پولیسو د معلوماتو پر اساس بریدګر پاکستانی دی چې د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کې د جرمني خاورې ته راننوتی وو. نیول شوی کس د تېر یو کال په ترڅ کې په یو زیات شمېر کوچنیو جرمونو کې ښکېل شوی وو. 

ویل کيږي چې د ټېلر په واسطه د برید پر مهال په موټر کې د یو تن جسد موندل شوی دی چې د پولنډ د هېواد تابعیت لري. همداراز ټېلر هم د پولنډ د هېواد نمبر پلېټ درلود.

د بله پلوه د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دا یو ترهګري برید وو.د خپرې شوې اعلامیې له مخې له خلکو غوښتل شوي دي چې د نوي میلادي کال د لمانځلو پر مهال دې له دقت نه کار واخلي.   



اړوند خبرونه