د جرمني پولیسو د طالبانو د دورې د روغتیا وزیر د جعلي پاسپورت سره ونیو.
طالبانو د دورې د روغتیا وزیر چې د جعلي پاسپورت سره جرمني ته تللی وو ونیول شو
د جرمني پولیسو د طالبانو د دورې د روغتیا وزیر د جعلي پاسپورت سره ونیو.
د جرمني د شپیګل ورځپاڼې د خبر له مخې د طالبانو د دورې د روغتیا وزیر محمد عبدالروف چې په جعلي پاسپورت جرمني ته راغلی وو او د کډوالۍ غوښتنه کړې وه د پولیسو لخوا ونیول شو.
د شپیګل ورځپاڼې د خبر له مخې د طالبانو د دورې وزیر څو اوونۍ مخکې د سعودي عربستان نه په جعلي پاسپورت جرمني ته فرانکفورت ښار ته راغلی.
نوموړي هڅه کوله چې د نوموړي جعلي پاسپورت سره د ځان او خپلې کورنۍ لپاره د کډوالۍ غوښتنه وکړي.
د جرمني پولیسو د نوموړي د پاسپورت او اسنادو د څیړولو نه وروسته هر څه په ډاګه شول. د ویلو ده چې د طالبانو دې وزیر چې ۱۵ کاله مخکې د ناروې هیواد تابعیت ترلاسه کړی وو په ۲۰۱۴ کال کې د ناروې د حکومت لخوا د ترسره کړو افراطي کړونو او امنیتي اندیښنو له امله د هیواد نه شړل شوی وو.
جرمني د نوموړي د کډوالۍ وړاندیز رد بیرته يي سعودي عربستان ته ولیږه.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی