په جمو کشمیر کې د هند په پوځي هډې خونړی برید وشو

وسله والو د پولیسو په جامه کې د هند په پوځي هډې برید وکړ

620241
په جمو کشمیر کې د هند په پوځي هډې خونړی برید وشو

د هند  تر کنټرول لاندې په جمو کشمیر کې  وسله والې ډلې  د پولیسو په جامه کې  د هند په پوځي  هډې د برید سره  لږ تر لږه  ۷ تنه سرتیري ووژل.

د هند د حکومت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  ویل شوي دي چې پرون  د سې شنبې په ورځ  په جمو کشمیر کې  یوې ډلې وسله والو د پولیسو په جامه کې  ددوې په پوځي  هډې برید وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  برید کوونکي  پوځي هډې ته د ننوتو سره  سم  په پوځیانو  ډزې  پیل کړې  او هډه کې  ځینې ښځې او ماشومان  برمته  کړل.

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې  د هندي ځواکونو او برید کوونکو ترمنځه  نښتې  څو ساعته دوام وکړ . څو ساعته وروسته هندي ځواکونو د برید کوونکو سره برمته ښځې او ماشومان وژغورل.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې نښته کې  ۴ تنه برید کوونکي  ټول  د خپلو وغورځول شول او ووژل شول.

د ویلو ده چې  د تیرې سپټمبر د میاشتې د ۱۹ مې نیټې نه  دا په کشمیر کې په هندي ځواکونو دویم  ستر برید دی چې ترسره کیږي.

د سپټمبر په ۱۹ مه نیټه هم  یوې دلې وسله والو په جمو کشمیر کې د هند په یوې پوځي هډې  د برید سره ۱۹ تنه سرتیري وژلي وو.

هند ددې برید پړه په پاکستان اچولې وه.

د هند د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  تیره ورځ  د پولیسو به جامه کې  ۴ تنو برید کوونکو ددوې په هډې برید وکړ. برید کوونکو  په هډه کې  ځینې ښځې او ماشومان  چې هډې په فامیلیو کې ژوند کولو برمته ونیول . برید کوونکي  ټول  د امنیتي ځواکونو لخو ووژل شول او برمته شوي کسان خوشې شول. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې برید کوونکو ۱۶ تنه برمته کړي وو.


پيوندونه: #هند , #کشمیر

اړوند خبرونه