د سویلي کوریا ولسمشرۍ له واکه ګوښه کیدو ته غاړه کیښوده

د سویلي کوریا ولسمشرۍ وویل چې استعفا کې تیاره ده

619822
د سویلي کوریا ولسمشرۍ له واکه ګوښه کیدو ته  غاړه کیښوده

 د سویلي  کوریا ولسمشرۍ  پارک ګون هه  وویل چې د ولسي جرګې لخوا  ورته  د واک د انتقال  په خاطر د یو ډاډمند  پلان  د وړاندې کولو په صورت کې به له خپلې دندې استعفا وکړي.

پارک دا  څرګندونې په خپله تلویزیوني  وینا کې وکړې. هغه  په خپله تلویزیوني  وینا کې یو ځل بیا  د  چوي  د مسلې  له امله  بښنه وغوښته او وویل چې استعفا کولو ته  حاضره  ده .

د ویلو چې د سویلي کوریا ولسمشره پداسې حال کې  استعفا کولو ته  تیاری وښود چې  د نږدې یوې میاشتې راهیسې  په هیواد کې د هغه پر خلاف مظاهرې دوام لري.

په سویلي کوریا کې  د ولسمشرې پارک ګون هه  نږدې  ملګرې  چوي سون سیل  سره ددې چې کومه  رسمي  دنده  نه درلوده  خو په مهمو دولتي  مسلو کې به يي مداخله کوله. ددې مسلې د افشا کیدو سره په سلګونو زرو تنو د ولسمشرۍ پارک  پر خلاف  په مظاهرو لاس پورې کړ. مظاهره کوونکي  د هغه د استعفا غوښتنه کوي.

د سویلي کوریا د ولسمشرۍ ملګرې  چوي سون سیل  د ولسمشرۍ د نامه  نه  د ګټې پورته کولو سره د یو زیات شمیر سوداګرو او وقفونو نه  پیسې او مرستې راټولې کړي دي. همداشان  هغه  د کولتوري او سپورتي فعالیتونو په خاطر  د جوړ کړي  مرستندویه  ټولنې  څه باندې  ۹ میلیونه ډالره پیسې  په خپل شخصي  نامه کړي وو.

هغه  د سپورتي او کولتوري فعالیتونو په بهانه مرستې راټولې او وروسته به يي په خپل نامه کولې.

د سویلي کوریا د ولسمشرۍ ملګرې  چې زندان ته استول شوې ده  محاکمه دوام لري.

د بله پلوه  د سویلي کوریا  مخالفو ډلو  د ولسي جرګې نه  د نوموړې مسلې څیړولو غوښتنه کړې ده .

تمه کیږي چې د سویلي کوریا په ولسي جرګه کې  د جمعې په ورځ د څیړونو د ترسره کولو او یا نه کولو په خاطر رای اچونه وشي.

د بله پلوه  د نوموړې  پیښې نه وروسته  د سویلي کوریا ولسمشرۍ په هیواد کې د خلکو ملاتړ په کامله توګه د لاسه ورکړی دی. یوې نظر پوښتنې ښودلې ده چې ولسمشره پارک  اوسمهال په هیواد کې یواځې ۴ سلنه پلویان  لري.

د سویلي کوریا ملګرې  د هغه سره د ولسمشرۍ د ټاکنو په کمپاینونو  او د ولسمشرې په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د لومړنۍ بیانیې په جوړولو کې مرسته کړې وه.


پيوندونه: #سویلي کوریا

اړوند خبرونه