د برازیل د فوټبال د لوبډلې لیږدونکې الوتکه په کولمبیا کې وغورځیده.
د برازیل د فوټبال لیږدونکې الوتکې سقوط وکړ
د برازیل د فوټبال د لوبډلې لیږدونکې الوتکه په کولمبیا کې وغورځیده.
د برازیل د فوټبال د لوبډلې لیږدونکې الوتکه د کولمبیا د میدلین د ښار ترڅنګ غورځیدلې ده .
په خبر کې راغلي دي چې په الوتکه کې ۷۲ مساپرو او ۹ تنه د الوتکې پرسونل شتون درلود . الوتکه پداسې حال کې غورځیدلي ده چې د میدلین نړۍوال هوايي دګر کې د ښکته کیدو پلان درلود.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې الوتکه د شپې په لسو بجو او ۴۵ دقیقو د میدلین ښار په شاوخوا کې په غرنیزه سیمه کې غورځیدلې ده .
د بله پلوه د کولمبیا د میدلین د ولایت والي خبري رسنیو ته د نوموړې پیښې نه د یوې سترې تراژیدي په توګه یادونه کړې او ویلي دي چې کیدای شي ځینې کسان ژوندي وي.
په الوتکه کې د برازیل د شاپي کوینسي په نامه د فوټبال لوبډلې سفر کولو.
د الوتکې د غورځیدو لامل ناڅرګند دی.
RJ ۸۵ ډوله الوتکه د لامیا هوايي شرکت اړوند وه. د بله پلوه د کولمبیا د میدلین د ښار سیمه ایزو چارواکیو په پیښه کې د ۶ تنو د ټپي ژغورلو نه خبر ورکړی وو چې یو تن يي په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ. .
د رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې د ژغورنې ډلو په پیښه کې ژوندي ژغورل شوي کسان د الوتکې نه راویستي دي او سمدلاسه يي روغتونونو ته انتقال کړي دي.
ویل کیږي د برازیل د شاپي کوینسي په نامه د فوټبال لوبډلې د کوپا سودا امریکا د لیک په پایلوبه کې د کولمبیا د اتلاتیک ناسونال سره د سیالۍ په خاطر کولمبیا ته سفر کولو. تمه کیده چې دواړو لوبډلو سبا د اتلولۍ په خاطر سیالي کړي وای.
د کولمبیا د عامې روغتیا وزارت په پیښه کې د ۷۶ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.