په امریکا کې د فوټبال په نندارچیانو وسله وال برید وشو
د امریکا د کنټاکی په ښار کې د فوټبال سیالۍ په نندارچیانو برید وشو
د امریکا متحده ایالتونو د کنتاکي په ایالت کې د شکران د ورځې له امله په جوړه شوې سپورتي سیالۍ په نندارچیان وسله وال برید وشو.
پيښه د امریکا د کنټاکي ایالت د لویسویلي په ښار کې رامنځته شوه . په یاد شوي ښار کې نامعلومو کسانو د شکران د ورځې په خاطر د جوړې شوې د فوټبال د سیالۍ په نندارچیانو ډزې وکړې.
په پيښه کې لږ تر لږه دوه تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شول.
د لویسویلي د ښار ښاروال خبري رسنیو ته وویل چې د پیښې نه وروسته یو زیات شمیر پولیس او روغتیايي ډلې سیمې ته واستول شوې. د احتمالي کوم بل برید له امله پولیسو سمدلاسه خلک د سیمې نه تخلیه کړل.
عیني شاهدانو ویلي دي چې د ۱۹ ډزو غږونه يي اوریدلي دي خو برید کوونکی چا لیدلی ندی.
د بله پلوه د یاد شوي ښار د پولیسو ویاند ویلي دي چې برید کوونکی تر اوسه نیول شوی ندی خو د نیولو په خاطر يي هلې ځلې دوام لري. هغه ویلي دي چې د برید لامل ناڅرګند دی او په اړه يي څیړنې پيل شوي دي.
د ویلو ده چې په امریکا متحده ایالتونو کې هر کال د نوامبر د میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د شکران ورځ لمانځل کیږي.
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه