د هند او پاکستان په پوله کې درې تنه هندي سرتیري ووژل شول.
هندي سرتیري په ډیره بې رحمانه ډول ووژل شول
د هند او پاکستان په پوله کې درې تنه هندي سرتیري ووژل شول.
د هند د دفاع د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د هند او پاکستان په پوله کې د کشمیر د کنټرول په کرښه کې ددوی ۳ تنه سرتیري په ډیر بزدلانه ډول سره د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی. د وژل شوو سرتیرو نه د یو تن جسد ټوټې ټوټې موندل شوی دی .
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې دا دویم ځل دی چې ددوی عسکر د ټولو جنګي او عسکري قوانینو پر خلاف په ډیره بې رحمانه ډول وژل کیږي او جسدونه يي ټوټې ټوټې موندل کیږي.
د ویلو ده چې په ۲۰۱۳ کال کې هم د هند او پاکستان په پوله کې د څو تنو هندي سرتیري مړي په ډیر بد حالت کې موندل شوي وو. په هغه کال کې هم د هندي سرتیرو مړي ټوټې ټوټې شوي وو.
د هند پوځ ویلي دي چې خامخا به ددې پزدلانه عمل غچ واخلي.
پیښه پرون د سې شنبې په ورځ د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر کوپ واره په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .
همداشان د هند د پوځ یو تن جګپوړي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا لا معلومه نده چې دا سرتیري د پاکستاني ځواکونو او که د ترهګرو لخوا وژل شوي دي. هغه ویلي دي چې د پیښې په اړه يي څیړنې پیل کړي دي.
پدې وروستیو کې د هند او پاکستان د ځواکونو ترمنځه وخت نا وخته د کنټرول په کرښه کې نښتې کیږي.