د  روسیې  جنګي‌ الوتکې  سقوط‌ وکړ

د روسیې جنګي‌ الوتکه د مدیترانې سمندر ته وغورځیده

610632
د  روسیې  جنګي‌ الوتکې  سقوط‌ وکړ

د  روسیې  جنګي‌ الوتکې  سقوط‌ وکړ.

د روسیې  د دفاع وزارت په مدیترانه کې  د خپلې  یوې جنګي‌ الوتکې  د سقوط نه خبر ورکړ.

د روسیې  د دفاع د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  ویل شوي‌ دي‌ چې ددوی د هوايي‌ ځواکونو اړوند  یوې میګ ۲۹ کا  ډوله  جنګي‌ الوتکې  په مدیترانه کې  د الوتکو لیږدونکې  امیرال کوزنیتسوف  لویې کښتۍ  کې  د کیناستو  پر مهال  سقوط وکړ. 

د الوتکې  پيلوټ  د پيښې پر مهال  د الوتکې نه ځان ګوزار کړی  چې  ژوندی  ژغورل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې  روسیې  تیره اوونۍ  امیرال کوزنیتسوف  په نامه  د الوتکو لیږدونکې  لویه کښتۍ  د بشار اسد ځواکونو نه د ملاتړ په خاطر  مدیترانې  ته  واستوله.

 



اړوند خبرونه